ټاکل شوې د را روانې سه شنبې په ورځ اکتوبر پنځمه د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان ایو لودریان له خپل امریکايي سیال انتوني بلینکن سره وګوري.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي دوی به هڅه کوي چې د واشنګټن او پاریس ترمنځ خراب شوی اعتماد بیا راژوندی کړي.
د امریکا او فرانسې ترمنځ تر هغه وروسته روابط خراب شول چې استرالیا له فرانسې سره د ۴۰ میلیارده ډالرو په ارزښت د اتومي اوبتلو قرارداد لغوه کړ.
استرالیا له امریکا او بریتانیا سره تړن لاسلیک کړی چې په اتومي وسلو چلېدونکي اته اوبتلونه ورته جوړ کړي.
فرانسې د دغه تړون څخه وروسته خپل دپلوماتان له امریکا او استرالیا څخه وروبلل او ویې ویل چې غواړي پوه شي ولې استرالیا له فرانسې سره د ۲۰۱۶ تړون لغوه کړ.
فرانسې له بریتانیا څخه خپل استازی نه دی وربللی. استرالیا وايي نوی تړون یې د خپلو ملي ګټو په اساس کړی دی.
د امریکا ولسمشر جوبایډن او د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون په دې اړه خبرې کړي او ویلي دي چې د دواړو هېوادونو د اړیکو په اړه به لا ډېرې عمیقې او ژورې مشورې کوي.