د لاس رسي وړ اتصالات

هر اړخیزه همکاري؛ د امریکا، جاپان، اسټرالیا او هند مشران ملاقات کوي


دغو مشرانو د مارچ په میاشت کې هم یوه انلاین غونډه کړې وه
دغو مشرانو د مارچ په میاشت کې هم یوه انلاین غونډه کړې وه

ټاکل شوې چې نن جمعه ۲۴ (تلې دویمه) د امریکا د متحدو ایالتونو، جاپان، استرالیا او هند مشران سره وویني.

په داسې حال کې چې په سیمه کې د چین ځواک او نفوذ ورځ ورځ تر بلې زیاتیږي، دا مشران به د هند-پاسفیک په حوزه کې په همکاریو باندې خبرې وکړې.

د «څلور اړخیز امنیتي ډیالوګ» مشران ولسمشر جوبایډن، د استرالیا صدراعظم سکاټ موریسن، د هند صدراعظم نریندرا مودي او د جاپان صدراعظم یوشاهیډ سوګا د مارچ په میاشت کې هم په یوې انلاین غونډې کې ملاقات کړی و.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جان ساکي په یوې اعلامیې کې ویلي: «د څلور اړخیز امنیتي ډیالوګ مشران به د اړیکو په لا ښه کېدو، د کرونا ویروس سره د مبارزې په چټک کولو، د اقلیم بحران ته د حل په موندلو،په نوې تکنالوژۍ او سایبري فضا او د ازاد او خلاص هند-پاسفیک په ترویج کولو تمرکز کوي.»

چین په دوامداره توګه په سیمه کې امنیتي‌ چاوڼۍ جوړوي او په دې سره خپله هغه ادعا پخوي چې ګنې د بحر په حیاتي‌ کرښو کنټرول لري.

دا غونډه له استرالیا سره د امریکا او بریتانیا د اتومي اوبتلونو د قرارداد له اعلان وروسته کیږي. د دغو هېوادونو په دې معاملې باندې فرانسه پارېدلې ده. استرالیا له امریکا او بریتانیا سره تر تړون وروسته له فرانسې سره د ۲۰۱۶ تړون لغوه کړ چې فرانسې له امریکا او استرالیا څخه خپل سفیران هم وروبلل.

چین دا معامله وغندله او هغه یې په سیمه کې د سولې لپاره زیان اړوونکې وبلله.

استرالیا وایي خپلو اړتیا او ملي ګټو ته په کتو یې له امریکا او بریتانیا سره دا معامله کړې او له فرانسې سره یې لغوه کړې ده.

ټاکل شوې چې د فرانسې ولسمشر هم په دې اړه د امریکا له ولسمشر سره وویني.

XS
SM
MD
LG