د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا او فرانسې دپلوماتیکه شخړه؛ بایډن او مایکرون خبرې کوي


د امریکا او فرانسې ولسمشران
د امریکا او فرانسې ولسمشران

د فرانسې حکومت وايي په راتلونکو څو ورځو کې به د هغه هېواد ولسمشر امانویل مکرون په استرالیا باندې د امریکایي اوبتلونو د خرڅولو د قرارداد په اړه د امریکا د متحدو ایالتونو له ولسمشر جوبایډن سره خبرې وکړي.

تېره اونۍ امریکا او بریتانیا له استرالیا سره د اتو اوبتلونو، چې د هستوي انرژۍ په واسطه فعالیت کوي، د خرڅولو تړون لاسلیک کړ.

له دغه تړون وروسته استرالیا له فرانسې سره د ۱۲ اوبتلونو د اخیستلو قرارداد لغوه کړ، دا قرارد، چې میلیاردونه ډالر یې ارزښت درلوده، په ۲۰۱۶ کې شوی و.

د فرانسې یو ویاند د یکشنبې په ورځ سپتمبر ۱۹ (وږي۲۸) وویل چې ښاغلی بایډن غواړي په دې اړه ژر له ښاغلي‌ مکرون سره وغږیږي. دغه ویاند ویلي دي‌ چې فرانسه غواړي پوهه شي ولې یې له استرالیا معامله لغوه شوه.

فرانسې د امریکا، بریتانیا او استرالیا ترمنځ د دغه نوي‌ قرارداد له لاسلیک وروسته خپل سفیران له واشنګټن او کانبیرا څخه وروبلل خو لا یې هم په لندن کې سفیر شته.

د استرالیا صدراعظم سکاټ موریسن وویل چې هېواد یې د هغو اوبتلونو په اړه اندېښنه درلوده چې فرانسې یې د جوړولو فرمایش ورکړی و،‌ وايي شاید هغو اوبتلونو د استرالیا د سمندري ځواکونو اړتیاوې نشوه پوره کولای.

نوموړي وویل چې د قرارداد د لغوه کېدو له کبله د فرانسې حالت درک کوي، خو هغه د دغه کار ملامتي د هند د ارام سمندر په حوزه کې په زیاتېدونکې شخړې واچوله، مګر هلته یې د چین فعالیتونو ته چې،‌ واشنګټن یې هم په ا ړه اندېښنه لري، هېڅ اشاره ونکړه.

هغه وویل: «باید [فرانسه] په ټولو دلایلو پوهه شي چې موږ ژوره اندېښنه درلوده چې فرانسوي اوبتلونو زموږ ضرورتونه او د ستراتیژیکو علایقو اړتیاوې نشوای پوره کولای. موږ په ښکاره دا خبره کړې ده چې موږ د خپلو ستراتیژیکو علایقو په اساس پرېکړه کړې... موږ ته د استرالیا ملي ګټې لومړیتوب لري.»

چین هم له استرالیا سره د امریکايي اوبتلونو دا قرارداد غندلی او هغه یې «غیرمسئولانه» عمل بللی دی.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان ییف لودریان تېره ورځ د فرانسې د ۲شبکې سره په مرکې کې وویل چې له پاریس سره د کانبیرا د معاملې لغوه کول یو «بحران» و. هغه وویل: «دلته درواغ، دوه مخیتوب، د باور ماتېدل او تحقیر لیدل کیږي.»

XS
SM
MD
LG