د لاس رسي وړ اتصالات

متحده ایالاتو له ۳۰۰ څخه پر زیاتو روسي ادارو بندیزونه ولګول


د امریکا متحده ایالاتو د جمعې په ورځ مۍ ۱۹ (ثور ۲۹) د روسیې پر وړاندې د نوو بندیزونو او دغه هیواد ته د روسیې د مصرفي توکو په پراخه ډولونو د صادراتو د کنټرول خبر ورکړی دی.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي: "د امریکا متحده ایالات، د جي-۷ (د نړۍ اوه ستر اقتصاد لرونکي هیوادونه)، استرالیا او نور شریکان پر روسیې باندې په اوکراین کې د غیرقانوني جګړې له امله نوي بندیزونه لګوي. ننني اقدامات د جي ۷، د مشرانو په غونډه کې د نوو ژمنو پراساس ترسره کیږي".

د جمعې د ورځې په بندیزونو کې چې د روسیې دفاعي، ټکنالوژۍ، فلزاتو او کانونو سکټور په کې په نښه شوی او له ۲۰۰ څخه زیات شخصي شرکتونه، کښتیۍ او د روسیې الوتکې په کې شاملې دي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: "همدارنګه مونږ د هغو شرکتونو او افرادو نښه کولو ته دوام ورکوو، چې په سیستماتیک او غیر قانوني ډول د اوکرایني ماشومانو په خارجولو او په اوکراین کې په غلا او هم د غلو دانو په غلا کې یې لاس لري".

په ورته وخت کې د امریکا د متحده ایالاتو د مالیې وزارت هم د جمعې په ورځ پر ۱۲۰ شرکتونو او افرادو باندې د هغو درییمګړو شرکتونو په ګډون، چې روسیې سره یې د بندیزونو څخه د تیښتې د فعالیتونو په برخه کې مرسته کړې ده بندیزونه ولګول.

د امریکا د مالیې وزارت روسیې ته د مصرفي توکو پراخه صادرات هم بند کړل او په دې برخه کې یې ۷۱ شرکتونه د سوداګرۍ په تور لیست کې اضافه کړل.

پر روسیې باندې په نوو محدودیتونو کې هغه توکي هم شامل دي، چې کیدای شي د روسیې د پوڅ له خوا ترې کار واخیستل شي.

په بندیزونو کې په نښه شوو شرکتونو کې د الوتکو د پرزو د تولید، د باروتو جوړولو، د ټراکټور جوړولو، موټر جوړولو، د کښتیو د جوړولو فابریکې او د روسیې د مهندسۍ مرکزونه شامل دي.

دا اقدامات پر اوکراین باندې د روسیې د برید په غبرګون کې د امریکا د متحده ایالاتو او نورو هیوادونو د تازه بندیزونو یوه برخه ده، چې د روسیې د صنعتي زیربناو او د جګړې د توان د کمزورې کولو لپاره طرح شوي دي.

د امریکا متحده ایالاتو او ورسره په ائتلاف کې شاملو ۳۷ نورو هیوادونو د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په میاشت کې پر اوکراین باندې د روسیې د برید وروسته دغه هیواد پر وړاندې د صادراتو کنټرول او په بې ساري ډول بندیزونه لګولي دي.

دا نوي اقدامات په داسې حال کې ترسره کیږي، چې د امریکا متحده ایالاتو او په نړۍ کې د ستر اقتصاد لرونکو جي ۷ ډله کې شاملو هیوادونو په جاپان کې په غونډه کې د روسیې پر خلاف د بندیزونو په زیاتیدو موافقه کړې ده.

د ستر اقتصاد لرونکو جي ۷ ډله کې شاملو هیوادونو مشران د جمعې په ورځ د جاپان په هیروشیما کې راټول شوي و. دغه مشران هڅه کوي، چې نړیوال مالي سیستم ته د روسیې لاس رسي محدود کړي. هغوی ژمنه وکړه، چې د اوکراین د جګړې ترپایه به د روسیې شتمني کنګل وساتي.

XS
SM
MD
LG