د لاس رسي وړ اتصالات

'امریکا په افغانستان کې خپل ۱۰ پوځي اډې تړلي'


په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو پوځي اډه

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د معلوماتو په اساس د امریکا متحده ایالاتو په افغانستان کې خپل ۱۰ پوځي اډې تړلي دي.

واشنکټن پوسټ د ځينو افغان او امریکايي چارواکو له قوله ویلي چې یادې پوځې اډې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې تړون تر لاسلیک وروسته تړل شوي دي.

د روان کال په فبروري میاشت کې په دوحه د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون لاسلیک شو، په یاد تړون کې له افغانستان څخه د امریکا سرتیرو ایستل هم شامل و.

سرچینه وايي، متحده ایالاتو د دغه پوځي اډو تر ایله کولو وروسته خپل زرګونه سرتیري هم له افغانستان څخه ایستلي دي.

راپور زیاتوي چې پنځه پوځي اډې د امریکا او طالبانو د تړون تر لاسلیک وروسته د ۱۳۵ ورځو په جریان کې په ارزګان، هلمند، لغمان، پکتیا او کندز ولایتونو کې تړل شوي او پاتې پنځه نورې تر هغه وروسته په بلخ، زابل، ننګرهار،کابل او فاریاب ولایتونو کې تړل شوي دي.

د روان ۲۰۲۰ کال په جولای میاشت کې د امریکا دفاع وزارت تائید کړه چې د دوحې د سولې تړون په اساس یې په افغانستان کې له پنځو پوځي اډو څخه خپل پوځيان ایستلي دي.

پنټاګون ویلي چې د دې ترڅنګ د دوحې تړون له مخې په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو شمېر هم ۸۶۰۰ ته راټيټ شوی دی.

په افغانستان کې د امریکايي پوځيانو لخوا د ۱۰ پوځي اډو د تړل کېدو راپور پر داسې مهال ورکول کیږي چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ تازه له افغانستان څخه د ۲۰۰۰ نورو امریکايي سرتیرو د ایستلو فرمان ورکړی.

ډونالد ټرمپ ویلي چې یاد سرتیري به د راتلونکي جنورۍ میاشتې تر پنځلسمې نېټې و ایستل شي.

دا مهال په افغانستان کې ۴۵۰۰ امریکايي سرتیري حضور لري.

XS
SM
MD
LG