د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: افغانستان کې عسکر کموو او بیا نهايي پرېکړه کوو


ټرمپ په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو شمېر کمولو خبر هم ورکړی دی
ټرمپ په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو شمېر کمولو خبر هم ورکړی دی

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډانلډ ټرمپ وایي له طالبانو سره یې خبرې ښې روانې دي.

ولسمشر ټرمپ په افغانستان کې د امریکايي عسکرو د شمېر د کمولو، له افغانستان څخه د وتلو او طالبانو سره د سولې د خبرو په اړه تازه څرګندونې کړي دي.

ښاغلي ټرمپ له افغانستان څخه د خپلو عسکرو د وتلو خبره بیا تکرار کړه خو وویل چې نهايي پرېکړه به وروسته کوي.

هغه وویل: «تر ټولو مهمه دا چې موږ په عراق کې د سرتېرو شمېر څو تنو ته ورساوه. موږ به په را روانو څو اونیو کې په افغانستان کې هم د سرتېرو شمېر کموو، تر ۴۰۰۰هم کم. نهايي پرېکړه به بیا وروسته کوو.»

ښاغلي ټرمپ تېره ورځ سپټمبر۱۸(وږې۲۸) په سپینې ماڼۍ کې په یو خبري کنفرانس کې دا څرګندونې وکړې.

هغه له طالبانو سره دسولې د مذاکراتویادونه هم وکړه او وویل چې دا خبرې ښې روانې دي: « تاسو شاید اورېدلي‌ وي چې له طالبانو سره مو ځینې ښه بحثونه لرلي.....پوهېږو چې ځینې مسایل به رامنځ‌ ته شي، خو موږ له هغه ځای (افغانستان) څخه وځو. ځینې مسایل باید بشپړ شي. ۱۹کاله بیخي زیات وخت دی.»

President Trump views on Taliban Talks
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:49 0:00

ښاغلي ټرمپ په خپلو خبرو کې دا هم وویل چې وسله وال طالبان هم له دغې ۱۹کلنې جګړې څخه ستړي شوي دي.

هغه وویل: «موږ له طالبانو سره ښه معامله کوو، دوی ډير کلک او هوښیار دي، تاسو پوهیږی چې له تیرو ۱۹کلونو جنګ دی، هغوی هم له جګړې ستړي شوي دي.»

په افغانستان کې د امریکا ۱۹کلنه جګړه چې د دغه هیواد په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه بلل کیږي ولسمشر ټرمپ یې د پای ته رسولو هڅې زیاتې کړي دي.

امریکا د روان ۲۰۲۰کال د فبرورۍ میاشتې په ۲۹ په قطر کې له طالبانوسره د سولې تړون لاسلیک کړ.

په یاد تړون کې له افغانستان څخه د امریکايي سرتیرو وتل، د طالب بندیانو ازادول، له افغان خاورې څخه بیا امریکا او متحدینو ته یې ګواښ نه پېښېدل او د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو پیلېدل شامل و.

دا په داسې حال کې ده چې تیره اونۍ په دوحه کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو د مذاکراتي ټېمونو ترمنځ د سولې مخامخ خبرې پيل شوې.

XS
SM
MD
LG