د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ د ډسمبر ۲۹مه اعلان وکړ چې امریکایي ځواکونو په وینزویلا کې د مخدره توکو د بارولو یوه فابریکه په نښه کړې ده.
د امریکا حکومت په داسې حال کې د کاراکاس پر رژیم باندې فشار زیاتوي، چې د امریکا په وینا دې هیواد ته د فینتانیل په ګډون وژونکي مخدره توکي لیږي.
ولسمشر ټرمپ د فلوریډا په مار-ا-لاګو کې د اسراییل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره یوځای خبریالانو ته وویل: "په هغه بندر کې چې پر کښتیو مخدره توکي باریدل، یوه لویه چاودنه شوې."
"موږ ټولې کښتۍ په نښه کړې، او اوس موږ سیمه په نښه کړې ده. دا د تطبیق سیمه ده، او دا سیمه نور وجود نلري."
ټرمپ د جمعې په ورځ د ډسمبر ۲۶مه د نیویارک میشته WABC راډیو له جان کیټسیماتیډیس سره په یوه مرکه کې د دې عملیاتو په اړه معلومات ورکړي و.
ولسمشر وویل چې عملیات دوه شپې دمخه ترسره شوي وو.
ټرمپ د مرکې پر مهال پرته له دې چې د عملیاتو په اړه د په نښه شويو تاسیساتو او شتمنیو په اړه توضیحات ورکړي، وویل "موږ لږ مخکې له منځه یوړل- زه نه پوهیږم چې تاسو به لوستلي یا لیدلي وي - دوی یوه لویه فابریکه یا کارخانه درلودله چې کښتۍ ور څخه راتلې."
"موږ هغه [ځایونه] سخت په نښه کړل."
ټرمپ وویل چې متحدو ایالتونو ته د داخلیدونکو مخدره توکو کچه له ۹۷ سلنې څخه ډیره کمه شوی ده.
هغه وویل چې د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو د جنایتکارو ډلو غړي متحدو ایالتونو ته لیږي او امریکا په وژونکو مخدره توکو ډکوي.
ولسمشر ټرمپ په مرکه کې وویل: "هرکله چې زه یوه کښتۍ له منځه یوسم، موږ د ۲۵ زرو امریکایانو ژوند ژغورو، دا ډیره ساده ده."
متحدو ایالتونو په کارابین کې د مخدره توکو د قاچاق وړونکو شکمنو کښتیو پر وړاندې پوځي بریدونه پیل کړي او سیمې ته یې جنګي کښتۍ لیږلي ترڅو په مادورو فشار زیات کړي.
دا لومړی ځل دی چې متحدو ایالتونو د وینزویلا په خاوره کې د تاسیساتو په نښه کولو راپور ورکړی.
ولسمشر ټرمپ ویلي چې د مادورو "د واک ورځې په ختمیدو دي" او په داسې حال کې چې د امریکا حکومت وینزویلا ته د تیل وړونکو کشتیو په تګ راتګ د "بشپړ او کاملې محاصرې " امر کړی، دا غوښتنه یې کړې چې وینزویلا هغه شتمنۍ بیرته ورکړي چې په وروستیو کلونو کې یې د امریکا د تیلو شرکتونو څخه نیولي دي.
امریکایي ځواکونو روانه میاشت د وینزویلا ساحل ته نږدې په نړیوالو اوبو کې دوه هغه تیل وړونکې کشتۍ ونیولې چې پرې بندیز لګول شوی و او دریمه کشتۍ تر تعقیب لاندې ده.
فورم \ دبحث خونه