د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا اوکراین ته د نورو وسلو برابرولو لپاره په جرمني کې غونډه جوړه کړې 


د امریکا د دفاع وزیر او لوي درستیز د جرمني په غونډه کې
د امریکا د دفاع وزیر او لوي درستیز د جرمني په غونډه کې

لوړپوړي امریکایي چارواکي نن سه شنبه د اپریل ۲۶ (غوایي ۶) د جرمني په رامشتاین هوايي اډه کې د خپلو متحدینو سره د بیړنیو خبرو کوربتوب کوي چې د روسیې د یرغل په وړاندې اوکراین ته د لازیاتو نورو وسلو ورکولو په اړه بحثونه وکړي.

دا پداسې حال کې دي چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش مسکو ته تللی چې ددغې شخړې د پراخیدو مخنیوی وشي.

په جرمني کې د متحده ایالاتو په کوربتوب د ۴۰ هیوادونه دغه غونډه پداسې حال کې کېږي چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف اوکراین د اوربند د رامنځته کیدو لپاره په «مکارۍ» تورن کړی او خبرداری یې ورکړی چې د درېیمې نړیوالې جګړې د رامنځته کیدو ګواښ واقعي دی.

پر اوکراین باندې د مسکو د یرغل څخه چې اوس اته اونۍ پوره کېږي، د لویدیځو هیوادونو ترمنځ پراخه غوسه پارولې او د اوکراین لپاره یې د دفاع لپاره وسلې اونورې مرستې برابرې کړې دي.

د فرانس پرس اژانس وایي لودیځ قدرتونه نه غواړي چې په مستقیمه د اوکراین په جګړه کې ښکیل او د مسکو سره د اوکراین د پولو اخوا پوځي سیالي راوپاروي.

د متحده ایالاتو د دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو لوید استن او انتوني بلینکن یوځای اوکراین ته د یکشنبې د ورځې له سفر وروسته وویل: «مونږ پدې باور یو چې هغوی [اوکراین] کولای شي دا جګړه ړګټي که هغوی سم وسایل ولري.»

دغو دوو امریکایي چارواکو د اوکراین سره د ۷۰۰ میلیون ډالرو تازه مرستې ژمنه پداسې حال کې وکړه چې د اوکراین ولسمشر د څو میاشتو راهیسې د درندو وسلو د ترلاسه کولو غوښتنه کوي.

پدې ترڅ کې جرمني ویلي چې اوکراین ته د ټانک او هوایي دفاع سیستم لیږدول پیل کوي چې د مسکو پر وړاندې د محتاطانه چلند څخه د برلین په شاته کیدل په ډاګه کوي.

پوځي متخصصین وایي لویدیځ متحدین غواړي د اوکراین ځواکونه وسله وال کړي تر څو په دونباس سیمه کې د روسیې د لرې واټن بمباریو مخنیوی وشي.

XS
SM
MD
LG