د لاس رسي وړ اتصالات

لاوروف لوېدیځ ته: د درېیم نړیوال جنګ خطر 'واقعي' دی


روسیې د امریکا متحده ایالاتو او همکارانو لخوا یې اوکراین ته د لازیاتو وسلو استولو په اړه د سې شنبې ورځې اپرېل ۲۶ (غوايي شپږمې) تر ناستې مخکې، د دریمې نړیوالې جګړې د «واقعي» خطر په اړه خبرداری ورکړی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف، له روسي خبري آژانسونو سره خبرو کې خبرداری ورکړ چې د دریمې نړیوالې جګړې خطر «جدي» دی او د سولې خبرو کډوډولو په اړه یې د کیف پر چلند انتقاد وکړ.

فرانس پرس خبري آژانس د لاوروف له قوله راپور ورکړی چې "دغه [د دریمې نړیوالې جګړې پېښدو خطر] واقعي دی. تاسو نشئ کولای هغه ته په کمه سترګه وګورئ."

مسکو دغه خبرداری پر داسې مهال ورکړی چې ټاکل شوې د امریکا د دفاع وزیر لوید استین د سې شنبې په ورځ د رامشتاین په نوم د جرمني هوايي آډه کې له اوکراین څخه د لویدیځ د امنیتي مرستو زیاتېدو په اړه د غونډې کوربتوب وکړي.

پر اوکراین د روسیې تر پوځي برید وروسته، پر اوکراین د لوېدیځو هیوادونو پوځي مرستې ور ماتې شوي دي تر څو کیف وکولای شي د روسیې په وړاندې له ځان څخه دفاع وکړي.

خو لویدیځ هیوادونه له دې سره د اټومي وسلې لرونکي روسیې سره د جګړې له وېرې د اوکراین جګړې کې ژورې ښکېلتیا ته زړه نه ښه کوي.

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي، له میاشتو راهیسي له خپلو لوېدیځو متحدینو د توپخانو او جېټ الوتکو په ګډون د درنو وسلو غوښتنه کوي او ژمنه یې کړې ده چې د اړتیا وړ وسلو برابرولو په صورت کې به یې سرتیري د جګړې لوری تغیر کړي.

د فرانس پرس خبري آژانس په وینا، اوس مهال داسې لیدل کیږي چې د ولسمشر زیلینسکي غوښتنه ګټوره واقع شوې ده او د مسکو د اعتراضونو سربېره، د ناټو ځینې غړي هیوادنه ژمنه کړې چې د اوکراین لپاره پراخې درنې وسلې برابرې کړي.

د امریکا متحده ایالاتو د دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو کیف ته د خپل سفر په جریان کې له اوکراین سر د ۷۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت د نوو پوځي مرستې ژمنه وکړه او په دې ترتیب سره، پر اوکراین د روسیې له یرغل څخه بیا تر دا مهاله امریکا له اوکراین سره د تقریباً ۳.۴میلیارد پوځي مرستې ژمنه کړې ده.

ښاغلي آستین د اوکراین له مشرانو سره تر لیدنې وروسته په کیف کې خبریالانو ته وویل:"د بریالیتوب لپاره لومړی باور دی چې تاسو کولای شئ بریالي شئ."

د امریکا دغه لوړپوړي مقام زیاته کړه:"موږ باور لرو چې کولای شو بریالي شو، هغوی[اوکرایني سرتیري] کولای شي بریالي شي،په دې شرط چې تجهیزات او مناسب ملاتړ ولري."

د جرمني په رامشتاین هوايي اډه کې امنیتي ناسته چې ټاکل شوې نن سې شنبه تر سره شي متحده ایالاتو ۴۰ هیوادونه وربللي دي ترڅو اوکراین ته د لازیاتو نورو وسلو ورکولو په اړه بحثونه وکړي.فرانس پرس راپور ورکړی چې د اوکراین د جګړې پای ته رسېدو وروسته د اوکراین د اوږد مهاله امنیت ټینګېدو په اړه ډاډ تر لاسه کول د نننۍ غونډې له بحثونو څخه دي.

په دغه ناسته کې به د اروپايي هیوادونو سره، د استرالیا او جاپان استازي هم ګډون وکړي،ځکه دغه هیوادونه وېره لري چې د اوکراین په جنګ کې د روسیې بریا به، چین هم وهڅوي چې د خپلې وړتیا ښودلو لپاره په اقدام لاس پوري کړي.

پر اوکراین د روسیې تر برید وروسته فنلنډ او سویډن چې بې طرف هیوادونه و، اوس هڅه کوی چې له ناټو سره یو ځای کېدل و ارزوي.

XS
SM
MD
LG