د لاس رسي وړ اتصالات

د ایغور مسلمانانو سره د چین د رفتار په اړه د امریکا د کانګرس تازه اقدام


د متحده ایالتونو د استازو مجلس د چهارشنبې په ورځ ډسمبر اتمه (لیندۍ ۱۷) داسې یوه طرحه تصویب کړه چې له مخې یې د اقلیتو ایغور مسلمانانو سره د چین د چلند له امله د سینکیانک له سیمې واردات بندیږي.

د امریکا کانګرس په داسې حال کې دا اقدام کوي چې په دې وروستیو کې د واشنګټن او بیجینګ ترمنځ تاوتریخوالي مخ په زیاتیدو دي.

د استازو د مجلس غړو د ۴۲۸ مثبتو او یوې مخالفې رایې سره د "ایغور د اجباري کار د مخنیوي طرحه" تصویب کړه کوم چې شرکتونه اړباسي په روښانه او قانع کوونکو شواهدو سره دا ثابته کړي هر ډول توکي چې د سینکیانک له سیمې راځي د اجباري کار په واسطه نه وي جوړ شوي.

د استازو د مجلس مشري ننسي پلوسي له رایې اخیستنې مخکې قانون جوړونکو ته وویل:" اوسمهال بیجینګ د ایغور او نورو اقلیت مسلمانانو په وړاندې په وحشیانه او زیاتیدونکو ځپونکو اقداماتو بوخت دی."

میرمن پلوسي زیاته کړه، په سینک یانک او ټول چین کې په میلیونونه انسانان د بشري حقونو ظالمانه تقض تحمل کوي چې پکې په پراخ ډول څارنه، تعقیب، ډله ایزه ځورونه، په انفرادي ډول بندي کول، اجباري عقیم کول او پر هغو خبریالانو او مدني فعالانو د فشار راوستل شامل دي چې د حقیقت د بیان لپاره یې میړانه کړېده.

میرمن پلوسي زیاته کړه:"د چین د حکومت د اجباري کار استثمار له سمندرونو څخه نیولې بیا زموږ سرحداتو او ټولې نړۍ ته رسیږي."

خو چین له ایغور مسلمانانو سره د بیجینګ د چلند په اړه شته تورونه رد کړي‌ دي. چین تر اوسه د امریکا د استازو مجلس د وروستۍ پریکړې په اړه نظر ورکړی ندی.

د امریکا سنا مجلس هم له دې وړاندې ورته اقدامات تصویب کړي دي او اوس پکار ده چې دواړه سره یوځای شي.

دا تصویب شوې طرحه په قانون د بدلیدو لپاره د امریکا د جمهور رئیس جوبایډن لاسلیک ته ضرورت لري او دا روښانه نده چې آیا سپینه ماڼۍ به یې ملاتړ وکړي که نه

کانګرس کې رای ګیري لږ وروسته له هغه وشوه چې د امریکا حکومت د چین له خوا د ایغور مسلمانانو د عام وژنې او د بشري حقونو د نورو سرغړونو له امله د بیجینګ د ۲۰۲۲ کال ژمنی اولمپیک دیپلوماتیک بایکاټ کړ، هغه اقدام چې د بیجینګ سخت غبرګون یې راوپاراوه.

XS
SM
MD
LG