د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په روسیې نوي‌ بندیزونه ولګول، د پوتین لورګانې هم په دغه لست کې دي 


د الفا بانک لوګو. د روسیې دا بانک هم د امریکا د بندیزونو په لست کې دی
د الفا بانک لوګو. د روسیې دا بانک هم د امریکا د بندیزونو په لست کې دی

د امریکا متحدو ایالتونو او د لویدیځ ایتلافیانو یې نن چهارشبنه اپریل شپږمه (وري۱۷) په روسیې باندې نوي‌ بندیزونه اعلان کړل.

د امریکا په نویو بندیزونو کې د روسیې د ولسمشر ولاديمیرپوتین دوې لورګانې هم شاملې دي چې پانګې به یې په نښه کیږي او همدغه راز امریکايي پانګوال به نشي کولای چې په روسیې کې پانګونه وکړي.

سپینه ماڼۍ وايي‌ نوي ‌بندیزونه یې په اوکراین کې د روسي ځواکونو له لوري د ولسي خلکو سره د بې رحمیو او قساوت له کبله لګولي دي.

امریکایي مقامات وايي چې په دغه لړ کې به د روسیې تر ټولو لوی مالي‌ بنسټ «اسبیربانک» او خصوصي «الفا بانک» باندې هم بشپړ بندیزونه لګوي.

سپینه ماڼۍ وايي همدغه راز به «د روسیې په مهمو سترو دولتي مشتبثینو» هم بندیزونه لګوي‌ چې د ښاغلي‌ پوتین دوې بالغې لورګانې، د بهرنیو چارو د وزیر سرګي‌ لاوروف ښځه او لور او د روسیې د امنیت شورا غړي په کې شامل دي.

د امریکا د مالیې وزارت تېره ورځ اعلان وکړ چې روسیې ته به اجازه نه ورکوي چې په امریکا کې د خپلو بانکي حسابونو څخه خپل پورونه ورکړي.

د ایتلافیانو بندیزونه

د سپینې ماڼۍ ویاند جېن ساکي ویلي چې امریکا د جي-۷ هېوادونو او اروپايي ټولنې سره په یو لړ نویو اقداماتو کار کوي‌ چې روسیه په اقتصادي، مالیې او تکنالوژۍ برخه کې نوره هم منزوي شي.

تر دې مخکې د اوکراین ولسمشر ولاديمیر زیلینسکي له اروپايي‌ټولنې غوښتي وو چې د نورو بندیزونو تر څنګ د روسیې د انرژۍ په صادراتو باندې بندیز به د روسیې اقتصاد ډېر اغیزمن کړي.

د اروپايي شورا مشر چارلیس میشل وویل چې د اروپايي ټولنې په نویو بندیزونو کې به د سکاره ډبرو په وارداتو بندیز هم شامل وي.

هغه اروپايي پارلمان ته په خبرو کې د روسیې په عسکرو غږ وکړ چې «وسلې په ځمکه وغورځوي، جګړه بنده کړي او د جګړې له میدان څخه» ووځي. نوموړي وویل چې له جګړې څخه تښتېدونکو روسي‌ عسکرو ته د پناه ورکولو نظر «ارزښتاک دی او باید تعقیب» کړل شي.

تر دغو بندیزونو مخکې امریکا له اوکراین سره ۱۰۰ میلیون ډالر نوې پوځي مرستې اعلان کړې. دا نوي ‌بندیزونه داسې مهال لګول کیږي چې د بوچا له ښارګوټي څخه د ولسي خلکو د وژل کېدو تصویرونه خپاره شوي او «جنګي جنایت» بلل شوي ‌دي.

د امریکا لوی څارنوال میریک ګارلنډ وايي چې د امریکا د عدلیې وزارت له اوکرایني او اروپايي ایتلافیانو او د بهرنیو چارو له وزارت سره کار کوي چې په اوکراین کې د جنګي جرایمو د ادعاو په اړه شواهد راټول کړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو سازمان وايي‌ چې نښې ښيي‌ چې په بوچا کې ولسي خلک قصدآ وژل شوي ‌او دا کار د نړیوال قانون په اساس «جنګي جنایت» دی.

اوکراین وايي د څه باندې ۴۰۰ کسانو مړي‌ تر دې دمه پیدا شوي‌ دي. چین وايي باید په دې اړه دقیقه پلټنه وشي‌ او حقایق یې تصدیق شي.

خو روسي مقامات وايي چې ځواکونو یې کیف ته نژدې د بوچا په ښارګوټي کې ولسي خلک نه دي‌ وژلي او خپاره شوي‌ تصویرونه «جعلي» دي.

XS
SM
MD
LG