د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د چین پر ۳۷ شرکتونو سوداګریز بندیزونه ولګول


د امریکا په سوداګریز تور لیست کې شامل شوي چینايي شرکتونه نشي کولی چې د حکومت له اجازې پرته د متحده ایالاتو څخه توکي او ټکنالوژي ترلاسه کړي.
د امریکا په سوداګریز تور لیست کې شامل شوي چینايي شرکتونه نشي کولی چې د حکومت له اجازې پرته د متحده ایالاتو څخه توکي او ټکنالوژي ترلاسه کړي.

متحده ایالاتو د پنجشنبې په ورځ مۍ نهمه (غوايي ۲۰) ۳۷ چینایي شرکتونه د سوداګریزو بندیزونو په تور لیست کې شامل کړل چې ځینې یې د هغه شکمن جاسوس بالون په ملاتړ تورن دي چې تیر کال د امریکا په فضا کې لیدل شوی و.

د متحده ایالاتو د سوداګرۍ وزارت وویل، پر یو شمېر هغو شرکتونو هم بندیز لګول شوی چې د چین د "کوانټم" ټکنالوژۍ وړتیاو ته د ودې ورکولو لپاره یې د متحده ایالاتو د توکو د ترلاسه کولو هڅه کړې ده.

د سوداګرۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې وویل: "دا فعالیتونه د پام وړ پوځي اړخونه لري او د متحده ایالاتو ملي امنیت ته جدي ګواښ پېښوي."

په تور لیست کې شامل شوي شرکتونه نشي کولی چې د حکومت له اجازې پرته د متحده ایالاتو څخه توکي او ټکنالوژي ترلاسه کړي.

د چین د "لوړې ارتفاع بالون پروګرام" د ملاتړ په تړاو د ۲۰۲۳ په فبروري کې هم شپږ چینايي شرکتونه د سوداګریزو بندیزونو په لیست کې شامل شوي وو.

تیر کال د متحده ایالاتو له الاسکا ایالت څخه تر جنوبي کارولینا پورې د یو مشکوک جاسوس بالون الوتنې څو ورځې وخت نیولی و او د ډیرو امریکایانو پام یې ځانته اړولی و. د متحده ایالاتو اردو دا بالون د هېواد په ختیځ ساحل کې نسکور کړ.

د پنجشنبې په ورځ، د سوداګرۍ وزارت وویل چې دا ځل ځینې په نښه شوي شرکتونه د چین له اټومي پروګرامونو سره تړاو لري او یا په ۲۰۲۲ کې پر اوکراین باندې د مسکو له یرغل وروسته "روسیې ته د ممنوعه توکو په لیږد کې ښکیل دي."

د صنعت او امنیت لپاره د سوداګرۍ وزارت مرستیال الان ایسټیوز وویل چې د بندیزونو په لیست کې د نورو شرکتونو د نومونو اضافه کول د چین لخوا راپورته شويو ننګونو ته د ځواب ویلو یو مهم ګام دی.

په خبرپاڼه کې د نوموړي له قوله ویل شوي: "موږ باید متوجه واوسو او د متحده ایالاتو ټکنالوژۍ ته د داسې ادارو د لاسرسي مخه ونیسو چې کیدی شي زموږ ملي امنیت ته زیان ورسوي."

د امریکا د سوداګرۍ وزارت ددې اقدام په ځواب کې، بیجینګ وویل چې د متحده ایالاتو د بندیزونو لیست د چینایي شرکتونو د "محدودولو او ځپلو" لپاره کارول کیږي او چین یې "تل په کلکه مخالفت کوي."

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لين جين يو خبري کنفرانس ته وويل، چين او روسيه له یو بل سره د عادي اقتصادي او سوداګريزو همکاریو کولو حق لري او باید له لاسوهنې او محدوديتونو سره مخامخ نشي.

هغه وویل: "زه غواړم ټینګار وکړم چې متحده ایالاتو خپل ملي امنیت ته د جدي خطرونو په پلمه د اوږدې مودې راهیسې چینایي شرکتونه تر فشار لاندې نیولي دي، مګر هیڅکله نه دي توانیدلي چې کره شواهد وړاندې کړي."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG