د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا او هند د افراطیت ضد ګډ دریځ باندې ټینګار وکړ


د امریکا د بهرنیو چارو د وزرات د ملکي امنیت، دموکراسي او بشري حقونو د څانگې مرستیالې سارا سیوال هند ته سفر کړی.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزرات د ملکي امنیت، دموکراسي او بشري حقونو د څانگې مرستیالې سارا سیوال هند ته سفر کړی.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزرات د ملکي امنیت، دموکراسي او بشري حقونو د څانگې مرستیالې سارا سیوال نن په دهلی کې د دموکراتیکو ارزښتونو او تندلارۍ په اړوند جوړې شوې غونډې ته وینا وکړه.

میرمن سیوال وویل چي متحده ایالات د استخباراتي معلوماتو د شریکولو نه نیولې د غیرقانوني ترهګریزو پیسو د مخنیوي، د پولو، بندرونو او عامه ترانسپورت د خوندي کولو او د زرګونو هندي منسوبینو په روزنې کې په مرستې له هند او په سیمه کې له ټولو هیوادونو سره د تندلارۍ د ګواښ پر ضد ولاړ دي.

هغې وویل "مونږ به پر پاکستان خپل فشار ته دوام ورکړو چې دغه جګړه په سرحدي سیمو کې د ټولو ترهګریزو شبکو پرخلاف وغزوي او له خپل وس سره سم له هند سره مرسته وکړي چې د ممبۍ د هغو بریدونو مسؤل کسان محکمې ته راکش کړي چې پکې هندیانو او امریکایانو خپل ژوند له لاسه ورکړی و."

د متحده ایالاتو دې لوړپوړې چارواکې وویل "د میندو او امامانو په شمول ټول باید د هغه څه د رامنځته کولو لپاره کار وکړي چې مونږ ورته په خپلو ټولنو کې له تاوتریخوالي نه د ډکې تندلارۍ د بې اعتباره کولو لپاره اړتیا لرو."

میرمن سیوال وویل چې په ټولنه کې پیژندل شوي شخصیتونه باید د افراطي کړنو او هغو ناسمو باورونو په غندلو کې مخکښ واوسي چې تاوتریخوالی توجیه کوي.

هغې وویل په هند کې د کورنیو او ټولنو په مشرۍ داسې اقدامات شوي دي چې له امله يې تر اوسه ډیر لږ هندیان د داعش له لیکو سره یوځای شوي دي.

XS
SM
MD
LG