د لاس رسي وړ اتصالات

چین: امریکا د تجارتي جگړې په پيلولو ټوله نړۍ کې اور لگوي


지난 6일 가오펑 중국 상무부 대변인이 베이징에서 열린 기자회견에서 기자들의 질문을 받고 있다.
지난 6일 가오펑 중국 상무부 대변인이 베이징에서 열린 기자회견에서 기자들의 질문을 받고 있다.

چین وايي امریکا د تجارتي جگړې په پیل کولو په ټوله نړۍ کې اور لگوي؛ چین گواښ کوي چی پیکنگ به خپل قانوني حقوق، گټي او په چین کې به ټولې خارجې پانگونې خوندي وساتي

چین وايي امریکا د تجارتي جگړې په پیل کولو په ټوله نړۍ کې اور لگوي؛ چین گواښ کوي چی پیکنگ به خپل قانوني حقوق، گټي او په چین کې به ټولې خارجې پانگونې خوندي وساتي

تجارتی تشنج د امریکا په شمول د یوشمیر سترو هېوادونو ترمنځ په نړۍ واله کچه مخ په زیاتیدو دی. ددی یو علت د ولسمشر ټرمپ له خوانه دامریکا د متحدینو لکه کاناډا، مکسیکو، اواروپايي اتحاد پر پولادو او الومونیم باندې د گمرکی تعرفولگول و.

چین، او اروپايی اتحآد اونورو هېوادونو گواښ کړی دی چې د امریکا ددې اقداماتو په وړاندې متقابل اقدامات وکړي.

تجارتي شخړو دامریکا پانگوونکي هم اندېښمن کړي دي؛ ځکه د جولای په شپږمه به امریکا د چین پر تجارتي اموالو د ٣۴ ملیاردو ډالرو په ارزښت تعرفی ولگوي.

تجارت، تعرفې او شخړې
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:47 0:00

چین خبرداری ور کړیدی چې متقابل گامونه به اوچت کړي او د امریکا پر اموالو به هم په عین مقدار تعرفی ولگوي.

د چین یوه حکومتي ویاند دامریکا له خوانه پر چینايی اجناسو د تعرفو د زیاتولو له امله نن د پنجشبنی په ورځوویل " پېکنگ به گواښونو او له خوږ گوتې نه د نیولو تاکتیک ته تسلیم نشي"

د ولسمشر ټرمپ اداره دیته چمتوده چی د چین پرهغو تجارتی اموالو باندې چې امریکا ته وادیږي د ٣۴ ملیاردو ډالرو په ارزښت تعرفې د جمعې په ورځ د جولای په شپږمه ولگوي. دغه جنجال د ټکنولوژۍ د پالیسۍ په اړه را پېدا شوی و.

د چین د تجارت وزارت ویاند گاو فینگ نن وویل امریکا د تجارتي جگړې په پیل کولو سرهپه ټوله نړۍ کې اور لگوي.

د چین د تجارت وزارت ویاند گاو فینگ نن وویل: دغه ډول تجارتی سرزوري چې د تعرفو ستر کوتک په نړۍ کې له خوږ گوتې نه نیولو لپاره کارول کېږی د وخت له تقاضا سره برابر کارندی. چین به د گواښ او له خوږ گوتی نه نیولو تاکتیک ته تسلیم نشي.

له بل پلوه چین دا گواښ هم کړیدی چی پیکنگ به خپل قانوني حقوق ،گټي او ټولی خارجې پانگونی په چین کې خوندی وساتي؛ او هغه څوک چې له دې ا مله زیانمن شوي وي، له هغوی سره به غېر مشخص مرسته وکړي.

گاو فینگ، د چین د تجارت وزارت ویاند وویل: چین بهپه نړۍ کې د تجارت د نړۍ وال او څو اړخېز نظام له ملاتړ نه لا س وانخلي. له نورو هېوادونو سره به گډ کار وکړي، څو د (بیرته پاتې خوندي ساتنې) د یواړخیز نظام په وړاندې مقابله وکړي؛ چین به د تجارت نړۍ وال باثباته، د اټکل وړ شرایطخوندي وساتي.

خو کاناډا او اته ویشت نورو اوروپايی هېوادونو د امریکا پر مهمو محصولاتو د تعرفو لگولو فیصله کړیده؛ په دې کې د امریکا د ډیویډسن مشهور موټرسایکلونه او د کنتکي بربون شراب شامل دي.

ولسمشر ټرمپ وايی دامریکا تجارتی شریکانو له دوی نه ډیره ناوړه گټه کړیده او د تجارتي جگړو گټل به اسانه وي،خو یوشمیر تحلیل کوونکی له دې سره موافق ندي.

ډیویډ وېسل د بروکنگز د اقتصادی څیړنو انستیتیوت معتبر غړی وايی: تراوسه پوری داسې ښکاري چې لگول شویو تعرفودامریکا اقتصاد ته دومره زیان ندی رسولی. خو که چېرې داکار دوام وکړي او ولسمشر پر موټرونو تعرفی ولگوي او یا چینایان په ډیره پېچلی توگه نه یوازې تعرفی ولگوي، بلکه د امریکا پر څو ملیتي کمپنیو فشار راولي او یا د خپل پولی وآحد ارز ښت کم کړي، نودا کار به نه یوازې په امریکا کې ډیر ناوړه اقتصادی شرایط منځته راولي، بلکې په ټوله نړۍ کې به هم شرایط خراب کړي.

د اروپايی اتحاد له خوانه پر امریکا يی شرابو، موټرسایکلونو او سگرټو باندې دانتقامي تعرفو لگولو دا ویره منځته راوستې ده چې امریکا به پر اروپايی موټرونو نورې اضافي تعرفی هم ولگوي، اروپايي اتحادېه به ددې په مقابل کې درو سووملیاردو ډالرو په ارزښتمالیه او محصولات پر امریکايي اموالو ولگوي.

د همدې تشنج په ترڅ کې په جرمنی کې د امریکا سفیر ریچرد گرینیل پرون د جرمنی د موټرجوړولو صنعتکارانو ته وویل امریکا به پراروپايي موټرونو د تعرفو له لگولو نه تیره شي، خو په دې شرط چې اوروپايي اتحاد هم پرامریکا يي موټرونو گمرکي محصول ونه لگوي.

یوې جرمنۍ ورځپاڼې رپوټ ورکړ چې گرینیل د بی ام ډبلیو، ډېملر او وولکس واگن د کمپنیو رئیسانو ته پرون د چارشنبی په ورځ دا وړاندیز په برلین کې دامریکا په سفارت کې وکړ. دغو رئیسانو سمدلاسه په دې مسله له تبصرو نه ډډه وکړله.

دغه وړاندیز له هغه نه وروسته وشو چې اروپايي اتحاد دامریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ ته د تیرې جمعی په ورځ خبرداری ورکړ چې پر موټرونو د تعرفو لگولو بیه٢٩۴ ملیارد ډالرو ته رسیدلی شي.

ولسمشر ډانلډ ټرمپ وايي دده مقصد پرخارجي اموالو باندې د تعرفو په لگولو کې دادی چې دامریکا ملی امنیت خوندي وساتي؛ خو نور ماهران وايی چی ددې معنی به د مستهلکینو لپاره داوي چې هغوی به زیاته قیمتونه ورکوي، ځکه له تعرفو لگولو نه وروسته به د تجارتي اموالو بیه به لوړه شي.

XS
SM
MD
LG