د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړی استازی ستیف ویتکاف او د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقي، د مذاکراتو په هدف سویس ته روان شوي دي.
اکسیوس راپور ورکوي چې په لبنان کې پر اوربند له هوکړې سره، په یوه تلپاتې او سیمه ایزو تړون د امریکا او ایران د لنډمهال هوکړې د بدلیدو لپاره هڅې پیل شوي دي.
تر دې وړاندې ټاکل شوې وه چې د امریکا او د ایران د رژیم استازې د جمعې په ورځ (جون ۱۹) په سویس کې د جګړې د پای ته رسولو په اړه تر لومړنۍ هوکړې وروسته د خبرو اترو لومړی پړاو پیل کړي، خو د لبنان د حزب الله او اسرائیل ترمنځ د تاوتریخوالو زیاتوالي د خبرو اترو پیل وځنډاوه.
اکسیوس لیکي چې په لبنان کې د اوربند له تړون سره ویتکاف سویس ته سفر کړی ترڅو له جیرډ کوشنر سره چې د ولسمشر ټرمپ زوم او سلاکار، دی او له وړاندې هلته حضور سره یوځای شي او عباس عراقچی هم ټاکل شوې چې د شنبې په ورځ سویس ته سفر وکړي.
ټاکل شوې چې د دواړو لورو استازې د سویس د برګن شټوک په استوګنځای کې چې په یوې غرنۍ سیمه کې موقعیت لري خبرې اترې وکړي.
اسرائیل او حزب الله د جمعې په ورځ په ځایي وخت د ماسپښین په څلورو بجو د جګړې د زیاتوالي وروسته پر اوربند موافقه وکړه.
د امریکا او ایران ترمنځ د شوې هوکړې له مخې باید امریکا، ایران او د لبنان په ګډون د هغوی متحدین په ټولو جبهو کې د پوځي عملیاتو سمدستي او دایمي پای اعلان کړي.
د خبرو اترو د نوي پړاو د پیل لپاره دا هڅې څو ورځې وړاندې د تهران او واشنګټن ترمنځ د یوې ۱۴ ماده ایزې هوکړې تر لاسلیک کیدو وروسته کیږي؛ دا هوکړه د جګړو د درولو او د ایران د اټومي پروګرام او نورو پېچلو مسایلو په اړه د شخړو د حل لپاره د ۶۰ ورځو فرصت رامنځ ته کوي څو د یوې اوږدمهاله هوکړې د ترلاسه کیدو لپاره لار هوار شي.
فورم \ دبحث خونه