سپیڼې ماڼۍ د جمعې په ورځ (جون ۱۹) امریکا غږ ته وویل چې اسرائیل او د لبنان حزب الله ډلې په اوربند هوکړه کړې ده.
سپینې ماڼۍ تایید کړې چې دا اوربند به د جمعې په ورځ د ځايي وخت له ۴ بجو څخه پلي شي.
امریکایي رسنیو راپور ورکړی چې دا اوربند د قطر او متحده ایالاتو په منځګړیتوب رامنځ ته شوی دی.
یوه لوړپوړي امریکايي چارواکي رویټرز ته وویل: "حزب الله او اسرائیل پر اوربند هوکړه کړې ده. موږ پوهیږو چې نن جمعه (جون ۱۹) د ورځې په لومړیو کې د ډزو تبادلې وروسته، اسرائیل او حزب الله اوس اوربند لري."
د خبر له خپرېدو څو ساعته مخکې، د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو، د حزب الله په وروستیو بریدونو کې د اسراییلي سرتیرو د وژل کېدو ته په اشارې سره وویل چې اسرائیل به پر خپلو سرتیرو یا خپلې خاورې باندې بریدونه و نه زغمي او د دغو بریدونو له امله به له حزب الله څخه درنه بیه واخلي.
د اوربند اعلان په داسې حال کې کیږي چې د لبنان د روغتیا وزارت په وینا، د جمعې له شپې راهیسې د لبنان په ټول سویل کې د اسرائیل په هوایي بریدونو کې لږ تر لږه په ۱۱ ښارګوټو کې ۲۱ کسان وژلي او ۳۳ نور یې ټپیان کړي دي.
چارواکو ویلي چې د مرګ ژوبلې د شمېر د لوړېدو تمه کیږي او بمباري د ژغورنې او تخلیې هڅې خنډوي.
د لبنان د روغتیا وزارت دا نه ده مشخصه کړې چې له راپور شویو تلفاتو څخه څومره یې پوځي پرسونل دي.
تر دې وړاندې د اسرائیل او لبنان د حزب الله ډلې ترمنځ په وروستیو بریدونو او نښتو کې څلور اسرائیلي سرتېري ووژل او د لبنان د روغتیا وزارت په وینا، په لبنان کې ۱۸ کسان وژل شوي او ۳۳ نور ټپیان دي.
د لبنان روغتیا وزارت ویلي چې د لبنان په سویل کې پر ۱۱ ښارګوټو او کلیو د تېرې شپې د بریدونو له امله به د وژل شویو کسانو شمېر ډېر شي.
لبناني چارواکو ویلي دي چې د اسراییلو دوامدارو بریدونو مرستندویه کارکوونکي قربانیانو ته له رسېدو منع کړي دي.
په ورته وخت کې د اسرائیل پوځ اعلان کړی چې تېره شپه یې څلور سرتېري هغه مهال ووژل شول کله چې په سویلي لبنان کې د دوی د ټانک پر یوه ماین ور برابر شو.
د اسرائیل د پوځ یوه چارواکي وویل چې د دې پېښې وروسته، اسرائیلي ځواکونو په نبطیه او نورو سیمو کې د حزب الله پر ډېرو زیربناوو بریدونه کړي دي.
حزب الله ویلي چې جنګیالیو یې د لبنان په جنوب کې د یو کمین پرمهال هغه د اسرائیلي ځواکونه درې ټانکونه ویجاړ کړي دي.
د متحده ایالاتو او ایران ترمنځ د لاسلیک شوي تفاهم لیک له مخې، د جګړې ښکیلې خواوې اړې دي چې د لبنان په ګډون په ټولو جبهو کې خپل پوځي عملیات ودروي.
اسرائیل د لبنان له جنوب څخه د خپلو ځواکونو د وتلو غوښتنې رد کړې دي او ویلي یې دي چې دا ځواکونه د اسرائیل په شمال کې د حزب الله د بریدونو د مخنیوي لپاره ځای پر ځای شوي دي.
د لبنان د روغتیا وزارت ویلي دي چې د مارچ په ۲مه د اسراییل او حزب الله ډلې ترمنځ د جګړې راهیسې په لبنان کې له ۳۹۰۰ څخه ډېر کسان وژل شوي دي، خو د پوځي او ملکي وژل شویو کسانو دقیق شمېر یې نه دی ورکړی. د وزارت د شمېرو له مخې، له وژل شویو کسانو څخه ۷۴۶ تنه یې روغتیايي کارکوونکي، ښځې او ماشومان دي.
د راپورونو له مخې په دې جګړو کې لږ تر لږه ۳۲ اسرائیلي سرتیري او څلورو ملکي وګړي وژل شوي دي.
فورم \ دبحث خونه