د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ:امریکا د 'ناچارۍ' له مخې ایران سره هوکړه نده کړې

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ (جون ۱۹) ویلي دي چې امریکا د "ناچارۍ" له مخې له ایران سره مذاکرات ندي کړي.

ولسمشر ټرمپ د تروت سوشل په یوه پیغام کې وویل:"موږ د ناچارۍ له مخې ملاقات ونکړ، ایران وکړ. هغوی ختم شوی دی! موږ به شپیته ورځې خبرې وکړو. هغوی پیسې نه ترلاسه کوي، لس سنټه هم."

نوموړي د جمعې په ورځ په یوه بل جلا پیغام کې د هوکړې په منتقدینو د د انتقاد په کولو وویل چې د ایران د رژیم په وړاندې د امریکا د پوځ عملیاتو "ایران کمزوری کړ!"

ولسمشر ټرمپ وویل:" هغوی (ایران) نور هوایي ځواک، سمندري ځواک، د هوایي مدافع وسایل، رادار او یا نور څه نلري."

خو تر دې څو ساعته مخکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپل تروت سوشل په یوه بل پیغام کې ولیکل چې متحده ایالات سولې ته ژمن دي او په منځني ختیځ کې له ټولو غواړي چې په ښه شکل د خبرو اترو ترسره کیدو په اړه ژمن پاتې شي.

متحدو ایالتونو د ولسمشر مرستیال جې ډي ونس هم د پنجشنبې په ورځ (جون ۱۸) په سپینه ماڼۍ کې له ایران سره د متحدو ایالتونو د لاسلیک شوي هوکړه لیک ملاتړ وکړ.

ونس وویل اسرائیل د ځان د دفاع حق لري خو زیاته یې کړه چې یاد هیواد باید د امریکا او ایران ترمنځ شوي هوکړې ته درناوی وکړي. هغه یو شمیر اسرائیلي چارواکو ته چې په وینا یې پر ولسمشر ټرمپ انتقاد کوي پیغام درلود.

ونس وویل:"هغه څه چې زه به یې ووایم او دا ما ځوروي، دادي چې تاسې د نتنیاهو د کابینې غړي وینئ چې راځي او په تړون نیوکې کوي او له ځینو لارو مشخصا د متحدو ایالتونو په ولسمشر لګېږي. زه فکر کوم هغوی ته به زما دوه پیغامونه وی. یو، ډونالډ ټرمپ په ټوله نړۍ کې د یوازیني هیواد مشر دی چې دم ګړۍ له اسرائیل سره خواخوږي لري. که زه د اسراییل د حکومت په کابینه کې وای، ما به ښایي په ټوله نړۍ کې په خپل یوازیني پیاوړي متحد انتقاد نه وای کړی."

ونس وویل یو شمیر هغه راپورونه یې لیدلي چې وایي د اسرائیل صدراعظم د شوې هوکړې په اړه په عوضه دی خو نوموړي وویل دا خبرې له هغه څه څخه توپیر لري چې نتنیاهو ده ته کړې دي.

ونس وویل له ایران سره د متحدو ایالتونو د هوکړې یو هدف دا هم دی چې د حزب الله د ترهګرې ډلې پر ځای د لبنان حکومتي ځواکونه د هغه هیواد د جنوبي برخو کنټرول واخلي.

خو هغه په لبنان کې د اسراییل په بریدونو په نیوکې سره وویل چې دا ډول اقدامات د امریکا او ایران هوکړه له خطر سره مخ کوي.

ونس همدارنګه هغه انتقادونه رد کړل چې ګواکې د جزب الله ډله د واشنګټن او تهران ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړې څخه ګټه اخلي.

جې ډي ونس:"دا د سیمې د سولې لپاره دی. ددې معنی دادده چې حزب الله به پر اسرایلیانو راکټونه او ډرونونه نه توغوي. او موږ همدارنګه توقع لرو چې اسرایلیان هم د زور زیاتي خواته ولاړ نشي."

د ایران د غني شویو یورانیمو برخلیک

اسوشیټد پرس خبري آژانس د دوو باخبره سرچینو په حواله ویلي دي چې د ولسمشر ټرمپ ځانګړي استازي ستیف ویتکاف امریکایي قانون جوړونکو ته ویلي دي چې ایران به د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس ته بلنه ورکړي چې د هغه هیواد اټومي تاسیسات وګوري او تر ویجاړیو لاندې د غني شویو یورانیمو د ساتل کیدو سیمو د کشف او موندلو بهیر پیل کړي.

سپینې ماڼۍ ویلي دي چې د واشنګټن او تهران د هوکړې له مخې، ایران باید په کتبي ډول ژمنه وکړي چې د اټومي وسلو د ترلاسه کیدو هڅه نه کوي.

بلخوا د امریکا مرکزي قومندانۍ د پنجشنبې ناوخته په خپله ایکس پاڼه لیکلي دي چې امریکایي ځواکونو د ولسمشر ټرمپ په لارښونه د ایران سواحلو او بندرونو ته د کښتیو په تګ راتګ نافذه شوې محاصره پای ته رسولې ده.

سنټکام ویلي دي چې امریکایي ځواکونه په عربي خلیج او عمان خلیج کې ایراني بندرونو ته د تلونکو او راتلونکو کښتیو د تګ راتګ په وړاندې خنډ نه جوړوي.

دې قومندانۍ ویلي د متحده ایالاتو د محاصرې اقدامات پای ته رسول شوي خو د امریکا سمندري کښتۍ به په همدې سیمه کې پاتې شي ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې د تړون ټول اړخونه مراعت کیږي، منل کیږي او په بشپړ ډول پلي کیږي.

متحدو ایالتونو او ایران ترمنځ د هوکړې تر لاسلیک کیدو وروسته، د جمعې په ورځ جون نولسمه د هرمز په تنګي کې یو شمیر تجارتي کښتي لیدل شوي دي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG