په ایران کې پېل شوې مظاهرې د دوشنبې په ورځ د (جنورۍ په ۵مه) نهمې ورځې ته وغځېدې.
راپورونه او خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې د یکشنبې په ورځ د جنورۍ ۴مه د ایران په مختلفو ښارونو کې د ایران د رژیم او د علي خامنه يي پر ضد لاریونونو دوام درلود. په دغو لاریونو کې د پولیسو سره د مظاهره کوونکو د نښتو راپورونه هم ورکړل شوي دي.
د هرانا په نوم د ایران د بشري فعالانو یوې ډلې ویلي چې په تیرو اتو ورځو کې، د ۲۶ ولایتونو په ۷۸ ښارونو کې لږ تر لږه ۲۲۲ ځایونه کې د حکومت ضد لاریونونه شوي چې پکې لږ تر لږه ۹۹۰ ایرانیان نیول شوي او لږ تر لږه ۱۹ تنه لاریون کوونکي په دغو کې وژل شوي دي.
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که د مظاهره کوونکو ځپلو ته دوام ورکړي له "سخت غبرګون" سره به مخ شي.
ولسمشر ټرمپ دا څرګندونې د یکشنبې په ورځ د (جنوري ۴مه) ناوخته د فلوریډا ایالت نه واشنګټن ته د ولسمشر په الوتکه کې (ایرفورسون) له خبریالانو سره په خبرو کې وکړې.
ولسمشر ټرمپ وویل،" که ایران د پخوا په څیر د خلکو وژنه پیل کړي د متحدو ایالتونو د سخت غبرګون سره به مخ شي".
په ایران کې دا مظاهرې د تیرې یکشنبې په ورځ د ایراني پیسو (ریالو) د بې سارې راښکته کیدو له امله په تهران کې پیل او وروسته بیا نورو ښارونو ته وغځیدې.
فورم \ دبحث خونه