سپینه ماڼۍ وایي چې متحدو ایالاتونو په تیرو دریو ورځو کې د ایران د ترهګر رژیم له پاتې عناصرو سره " ګټورې خبرې"درلودې.
سپینې ماڼۍ ددې مطلب په څرګندولو سره ویلي ښکاري چې تهران د امریکا – اسرائیل له ۲۶ ورځنۍ جګړې څخه "وتل" غواړي کوم چې له امله یې د هغه رژیم نظامي قابلیتونه له منځه تللي دي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ د چهار شنبې په ورځ رسنیو سره خبرو کې وویل متحدو ایالتونو ته "ښکاري چې د ایران رژیم د وتلو لار غواړي" او پاتې چارواکي هم پوهیږي چې "د له منځه تلو" په حال کې دي.
لیویت وویل د رژیم له پاتې عناصرو سره خبرې د دوشنبې په ورځ مارچ ۲۳ پيل شوې کوم چې په دایمي ډول د اټومي وسلو د درلودلو د هیلو پریښودل او د امریکا او د امریکا د متحدینو د تهدیدلو څخه د لاس اخیستلو لپاره له ولسمشر ټرمپ سره د "همکارۍ بل فرصت" دی.
د سپینې ماڼۍ ویاندې څرګنده کړه: " د ولسمشر لومړیتوب تل سوله ده. پکار نده چې نورې وژنې او ویجاړۍ وي. "
لیوېټ وویل: " خو که ایران د اوسني حالت حقیقت و نه مني، که هغوی دا درک نه کړي چې په پوځي توګه مات شوي او که همداسې پاتې شي، ولسمشر ټرمپ به ډاډ ترلاسه کړي چې هغوی ته به تر بل هر وخت سخت ګوزار ورکړل شي. ولسمشر جدي دی خو چمتو دی چې سخت ګوزارونه وکړي. "
میرمن لیویټ همدارنګه د متحدو ایالتونو – اسراییل د عملیاتو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل په دې عملیاتو کې د ایران دفاعي صنعتی بنیاد د له منځه تلو په حال کې دی کوم چې په راتلونکې کې به سیمې ته د تهدید مخه ونیول شي.
هغې وویل، د امریکا پوځ د هرمز له تنګي څخه په آزاد شکل د انرژۍ د لیږد په اړه د رژیم د ګواښ له منځه وړلو ته جدي پام کوي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې وویل:" موږ د اوونۍ په پیل کې د ځمکې لاندې په هغو تاسیساتو څو ۵۰۰۰ پونډي بمونه وغورځول چې د تجهیزاتو په ګډون د هرمز تنګي په اوږدو کې د کښتیو ضد میزایل او د میزایلو متحرکې دستګاوې پکې ساتل کیدې . زموږ نظامي هڅې د هرې ورځې په تیریدو سره په بریالي ډول زیاتیږي، په منظم شکل د تجارتي بیړیو د ګواښلو لپاره د ایران توان کمیږي.
فورم \ دبحث خونه