د لاس رسي وړ اتصالات

د اسرایلو په هکله د ترکیې څرګندونې او د امریکا غبرګون


د امریکا متحده ایالاتو د ترکیې د لومړي وزیر رجب طیب اوردګان هغه څرګندونې رد کړي دي چې روانه یې کړي او ویلي یې دي چې صیهونیزم ته باید د بشریت ضد پدیدې په سترګه وکتل سي.

د امریکا مامورین وايي چې د امریکا د باندنیو چارو وزیر جان کیري به دغه موضوع شخصا د ترکي چارواکو سره مطرح کړي. ترکیې ته د ښاغلي کیري سفر نن د جمعې په ورځ پیل کېږي. یادشویو آمریکايي چارواکو چې نه یې غوښتل د موضوع د حساسوالي په خاطر یې نومونه افشا شوي وای، وېویل چې د ښاغلي اوردګان څرګندونې توهین آمیزه وې او پراړیکو به منفي اغیز واچوي.

د چارشنبې په ورځ د ترکیې لومړي وزیر اوردګان په ویانا کې د ملګرو ملتونو یوې غونډې ته وویل چې د اسلام نه ویره باید د بشریت پرضد جرم وګڼل شي لکه فاشیزم، صیهونیزم او د یهودیت ضد افکار چې ګڼل کېږي.

د اسرایلو لومړي وزیر بنیامین دغو څرګندونو ته د تاریکو او غیر صحیح معلوماتو خطاب کړی دی.
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي بانکي مون یوه ویاند دغه څرګندونې ناوړه، دردونکي او بیلونکي بللي دي.

د یادونې وړ ده چې د ترکیې او اسرایلو ترمنځ تر ۲۰۱۰ کال پوري لا نږدې او ښې اړیکې وې خو دغه اړیکې هغه مهال سړې شوې کله چې اسرایلو د ترکیې د مرستو پر بیړۍ چې غزې ته روانه وه برید وکړ.
XS
SM
MD
LG