د لاس رسي وړ اتصالات

کانگرس: د ټرمپ حکومت د چینایي مسلمانانو ځپل ښه ندي غندلي


په چین کې ایغوري مسلمانانو تر سخت فشار لاندې دي
په چین کې ایغوري مسلمانانو تر سخت فشار لاندې دي

د امریکا د کانگرس یوې ډلې وکیلانو په چین کې له اویغور مسلمان اقلیت سره د چین د حکومت په بد چلند د امریکا د حکومت په تت غبرگون انتقاد کړی دی.

دغې ډلې وکیلانو چې په کې د کانگرس د دواړو گوندونو غړي جمهوري غوښتونکي او دموکراتان شامل دي ویلي دي چې د چین د حکومت له لورې د اویغوري مسلمانانو د ځپلو په وړاندې د امریکا د متحده ایالاتو د حکومت غبرگون کافي نه دی.

دغو وکیلانو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ته په یو لیک کې لیکلي چې د هغوی اعتراض یواځې د چین په اړه ندی بلکه د داسې کړنو په اړه د "حکومتونو د ځواب ویلو" د څرنګوالي په اړه دی.

د امریکا د کانگرس ددغه ډلې وکیلانو مشر الیوت انجل دی چې د دموکرات گوند غړی او د کانگرس د بهرنیو اړیکو د کمیټې رئیس دی. د کانگرس جمهوري غوښتونکی غړی تد یوهو هم ددې ډلې غړیتوب لري.

دې ډلې ویلي دي چې مایک پمپیو په تیر سپتمبر کې د امریکا د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې ته په یو لیک کې ویلي وو چې د جمهور رئیس دونالد ټرمپ حکومت په چین کې د اویغوري مسلمانانو د ځپنې په اړه پر بیجنگ باندې د بندیزونو لگول ارزوي.

امریکایي وکیلانو ویلي چې د امریکا متحده ایالاتو پدې هکله تر اوسه "هیڅ با مفهومه اقدام" ندی کړی او د امریکا له حکومت نه یې غوښتي چې دې موضوع ته لومړیتوب ورکړي.

هغوی له مایک پمپیو غوښتي په چین کې د مسلمانانو د بشري حقونو په اړه د امریکا د غبرگون جزییات کانگرس ته ورکړي.

تر اوسه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ددغه ډلې وکیلانو غوښتنې ته ځواب ندی ویلي. خو څو میاشتې دمخه ښاغلي پمپیو په یو یاداشت کې چې په "یو اس ای تودی" ورځپاڼه کې خپور شوی په چین کې یې د ایغوري مسلمانانو د حقونو غصب کول او د هغوی ځپل غندلي دي.

د چین حکومت اویغوري جلا غوښتونکي چې د هغه هیواد په شین ژیانگ ایالت کې میشت دي ترهگر گڼي او څه دپاسه یو میلیون اویغوریان یې د اجباري کار په کمپونو کې بندیان کړي دي.

اویغوري فعالان وایي چې د چین حکومت پدې بهانه د ایغوري مسلمانانو د دین، ژبې او تاریخ د له منځه وړلو هڅه کوي. په چین کې شاوخوا ١١ میلیونه اویغوریان ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG