د امریکا د قانون جوړونکو یوه ډله به د جمعې په ورځ جنورۍ ۱۶مه د ډنمارک او ګرینلینډ چارواکو سره وګوري ترڅو د ګرینلینډ د ځمکنۍ بشپړتیا په اړه خپل ملاتړ څرګند کړي، په داسې حال کې چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د متحدو ایالتونو د ملي امنیت لپاره د ستراتیژیک اهمیت له امله د ګرینلینډ د ترلاسه کولو په لیوالتیا ټینګار کوي.
د امریکايي قانون جوړونکي په دې ډله کې د دواړو ګوندونو؛ ډیموکراټ او جمهوریت غوښتونکي غړي شامل دي.
سپینې ماڼۍ د پنجشنبې په ورځ وویل چې د ولسمشر مرستیال جي ډي وینس، د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو سره د ډنمارک او ګرینلینډ چارواکو د چهارشنبې ورځې خبرې اترې "د ګرینلینډ د پیرودلو په اړه تخنیکي بحثونه" وو.
د ډنمارک د بهرنیو چارو وزیر لارس لوک راسموسن او د ګرینلینډ د بهرنیو چارو وزیرې ویویان موټزفیلډ له غونډې وروسته، خبریالانو ته وویل چې د دواړو خواوو ترمنځ د نظر اختلافات موجود دي.
راسموسن د ونس او روبیو سره له خبرو اترو وروسته په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې هغه او موټزفیلډټ چمتو دي چې د نړۍ د ترټولو لوی خودمختاره ټاپو او پر هغې د حاکمه قدرت، ډنمارک د راتلونکي په اړه د "بنسټیزو اختلافاتو" برسیره له متحدو ایالتونو سره خبرې اترې جاري وساتي.
راسموسن زیاته کړه چې دې ډلې "پریکړه کړې چې د لوړې کچې کاري ډله جوړه کړي ترڅو وپلټي چې ایا موږ کولی شو د پرمختګ لپاره یوه ګډه لاره ومومو. زموږ په نظر، دا ډله باید د متحدو ایالتونو د امنیتي اندیښنو د حل پر څرنګوالي باندې تمرکز وکړي، پداسې حال کې چې د ډنمارک د سلطنت سرې کرښې ته هم درناوی وشي."
دغه ډنمارکي ډیپلومات وویل چې کاري ډله به د لومړي ځل لپاره "په څو اونیو کې" سره وګوري.
ولسمشر ټرمپ په دې وروستیو اونیو کې د ګرینلینډ د کنټرول لپاره خپله غوښتنه تکرار کړې ده. ټرمپ د چهارشنبې په ورځ جنورۍ ۱۴مه د لوړ پوړو مرستیالانو او ډنمارکي ډیپلوماتانو سره چې واشنګټن ته راغلي دي، د غونډې وروسته د ولسمشر په کاري دفتر کې خبریالانو ته وویل: "موږ د ملي امنیت لپاره ګرینلینډ ته اړتیا لرو."
ولسمشر زیاته کړه "تاسو پوهیږئ، موږ د طلایي ګنبد په نوم [د هوايي او توغندیو د دفاعي سیستم پروژه] جوړو ... که موږ [ګرینلنډ] ته داخل نشو، روسیه او چین به ورته داخل شي، او ډنمارک پدې اړه هیڅ نشي کولی، خو موږ پدې اړه هرڅه کولی شو."
فورم \ دبحث خونه