د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن: امریکا له اسرائیل سره د نویو پوځي مرستو جزیات اعلانوي 


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وایي چې له اسرائیل سره به د پوځي مرستو جزیات خپرېږي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وایي چې له اسرائیل سره به د پوځي مرستو جزیات خپرېږي

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وايي، چې د حماس له بریدونو وروسته امریکا له اسرائیل سره د خپلو نویو پوځي مرستو جزیات اعلانوي.

بلینکن نن یکشنبه اکتوبر اتمه (تلې۱۶) سي ان ان تلویزونه ته وویل: "موږ د اسرائیل مشخص وړاندیزونه له نظره تېروو. فکر کوم چې نن د ورځې تر پای پورې به جزیات ولرو. "

هغه وویل:"د ولسمشر لارښوونه دا وه چې ډاډ ترلاسه شي هر څه چې لازم وي اسرائیل ته برابر کړل شي چې د حماس بریدونو ته رسیدګي وشي. "

د حماس ډلې د شنبې په ورځ ناببره په اسرائیل باندې بریدونه پیل کړل، زرګونه راکټونه یې پرې وتوغول او جنیګالي يې اسرائیل ته ننوتل.

د اسرائیل مقامات وايي چې په دغو بریدونو کې شاوخوا ۶۰۰ اسرائیلیان وژل شوي او ۲۰۰۰ نور ژوبل دي. چارواکو د ۲۰۰ روغتیايي حالت خراب ښودلی دی.

د حماس جنګیالیو په دغه برید کې هم د اسرائیل سرتېري او هم ولسي خلک یرغمل کړي او یو شمېر یې غزې ته انتقال کړي دي.

په غزې کې مقاماتو ویلي دي چې د اسرائیل په بریدونو کې ۳۷۰ تنه وژل شوي او څه باندې ۱۸۰۰ نور ژوبل شوي دي. بلینکن وویل چې د حماس د بریدونو په مهال د امریکایانو د ورکېدو راپورونه هم خپاره شوي دي، مشخص یې ونه ویل چې څومره امریکایان وژل شوي او ژوبل شوي دي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن دا بریدونه غندلي دي او اعلان یې کړی چې د اسرائیل حکومت ته به مناسب امکانات ورکړي چې د "تروریستي بریدونو" په وړاندې د ځان او خپلو خلکو دفاع وکړي.

ولسمشر جوبایډن د حماس بریدونه "وحشتناک" بللي دي. هغه په سپینې ماڼۍ کې په یوې تلویزوني وینا کې وویل: "ما هغه (بنیامین نتانیاهو) ته وویل چې متحده ایالتونه د دغو تروریستي بریدونو په مقابل کې د اسرائیل د خلکو تر څنګ کلک ولاړ دی. اسرائیل د ځان او د خپلو خلکو د دفاع حق لري."

ولسمشر بایډن وویل: "زما په اداره کې د اسرائیل د امنیت ملاتړ کول ثابت او پایداره دي. موږ به ډاډ ترلاسه کړو چې د خپلو خلکو اړتیا وړ مرستې ولري چې د ځان څخه دفاع روانه وساتي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG