د لاس رسي وړ اتصالات

حماس ته د اسرائیل ګواښ: اوږده او سخته جګړه په مخکې ده 


د اسرائیل صدراعظم خبرداری ورکړی دی چې سخته او اوږده جګړه به پیلوي
د اسرائیل صدراعظم خبرداری ورکړی دی چې سخته او اوږده جګړه به پیلوي

په اسرائیل باندې د حماس له بیساریو بریدونو ورسته د اسرائیل صدراعظم خبرداری ورکړی دی چې "اوږده او سخته جګړه په مخکې" ده.

د حماس ډلې تېره ورځ په اسرائیل باندې ناببره بریدونه وکړل، زرګونه راکټونه یې په اسرائیل وتوغول او جنګیالي یې د سمندر او ځمکې له لارې اسرائیل ته ننوتل.

د اسرائیل مقامات وايي چې په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۶۰۰ اسرائیلیان وژل شوي او شاوخوا ۲۰۰۰ نور ژوبل دي. چارواکو د ۲۰۰ روغتیايي حالت خراب ښودلی دی.

د حماس جنګیالیو په دغه برید کې هم د اسرائیل سرتېري او هم ولسي خلک یرغمل کړي او یو شمېر یې غزې ته انتقال کړي دي.

په غزې کې مقاماتو ویلي دي چې د اسرائیل په بریدونو کې ۳۱۳ تنه وژل شوي او څه باندې ۱۸۰۰ نور ژوبل شوي دي.

د اسرائیل د پوځ ویاند، دانیل هګاري د یکشنبې په ورځ اکتوبر اتمه (تلې۱۶) وویل:"تر هغه پورې چې په اسرائیل کې ټول ترهګر له منځه یوسو، هرې مرحلې ته به داخل شو. په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې زموږ ماموریت دا دی چې د غزې تړانګې له شاوخوا څخه ټول اوسېدونکي واېستل شي."

یرغمل نیونه

یو شمېر اسرائیلیانو ادعا کړې ده چې د دوي سیمو ته د حماس داخل شويو جنګیالیو کور په کور پلټنه وکړه، ولسي خلک یې یا ووېشتل او یا یې له ځان سره بوتلل.

چارواکي وايي یرغمل کوونکو ۱۰۰ اسرائیلیان نیولي او دغه حالت به د اسرائیل د عملیاتو بهیر لا پیچلی کړي. د اسرائیل د ینیت خبري ویبسایټ راپور ورکړی دی، چې "د ماشومانو او لویانو په ګډون لسګونه اسرائیلیان یرغمل نیول شوي او غزې ته انتقال کړل شوي" دي.

د یکشنبې په ورځ د اسرائیل او حماس ترمنځ په څو سیمو کې شدیده جګړه روانه وه. د اسرائیل پولیسو ویلي دي چې د سدیروت په ښار کې د اسرائیل ځانګړو ځواکونو "لس ترهګر" وژلي دي.

د اسرائیل د پوځ یو بل ویاند ریچارد هیچت وویل: "ډېر خلک وژل شوي دي. موږ سرتېري، قومندانان او ډېر ولسي خلک له لاسه ورکړل... موږ د حماس له منګولو څخه د اسرائیل د قلمرو د بېرته نیولو د هڅو د بشپړېدو په حال کې یو. " نوموړي وویل چې هغوی د حماس ۶۲۶ مرکزونه په نښه کړي چې ودانۍ، تاسیسات او تونلونه په کې شامل دي.
نړیوال غبرګونونه
د حماس او اسرائیل ترمنځ جګړې د نړیوالو اندېښنې هم پارولي دي او په همدې حال کې لویدیځو هېوادونو د حماس بریدونه غندلي دي. خو ایران او سوریې او د لبنان حزب الله او افغان طالبانو ډلو بیا د حماس بریدونه ستایلي دي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن دا بریدونه غندلي دي او اعلان یې کړی چې د اسرائیل حکومت ته به مناسب امکانات ورکړي چې د "تروریستي بریدونو" په وړاندې د ځان او خپلو خلکو دفاع وکړي.

ایراني رسنیو خبر ورکړی چې د دغه هېواد ولسمشر ابراهیم رئیسي د حماس ډلې له مشرانو سره خبرې کړي دي. د ایرنا خبري اژانس ویلي چې رئیسي د حماس د دفتر له مشر اسماعیل هنیه او د دغه غورځنګ له مشر زیاد النخاله سره د فلسطین د تحولاتو په اړه په تیلیفون کې خبرې کړي دي. ایران د حماس بریدونه "ویاړلي او لوی بری" بللي دي.

په همدې حال کې په یو شمېر اسلامي هېوادونو، جرمني او فرانسې کې د اسرائیل په ضد مظاهرې شوي دي.

د مصر په اسکندریه کې بیا یو پولیس په اسرائیلي ګرځندویانو بریدونه وکړل چې دوه اسرائیلي او د هغوی مصري لارښود په کې ووژل شول. د اسرائیل صدراعظم د خپل ایکس په حساب کې لیکلي دي: "اوږده او سخته جګړه پیلوو چې د حماس وژونکو بریدونو په موږ تحمیله کړه... په اوسني وخت کې لومړۍ مرحله د دښمن بشپړ نابودول دي چې زموږ خاورې ته یې لاره کړې ده. "
د مرستې غوښتنه
د حماس ډلې په "لویدیځه غاړه کې د مقاومت له جنګیالیو او عربي او اسلامي هېوادونو" څخه غوښتي دي چې له دغې ډلې سره یو ځای شي. د اسرائیل حکومت هم د خپل احتیاط ځواکونه د وسله والو ځواکونو لیکو ته رابللي دي.

د اسرائیل په بریدونو کې، چې وایي د حماس تاسیسات یې په نښه کړي، په غزه کې څو ودانۍ له خاورو سره خاورې شوې دي. د اسرائیل په یو بل برید کې په خان یونس کې یو جومات په بشپړ ډول ویجاړ شوی دی.

د حماس ډلې په ۲۰۰۷کال کې د غزې واک ترلاسه کړ او له هغه را وروسته یې څو ځلې له اسرائیل سره جګړه کړې ده.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوتېرش د جګړې له ښکېلو غاړو غوښتي دي، چې د جګړې د زیاتېدو د مخنیوي لپاره دې له دپلوماتیکو هلو څلو څخه کار واخلي. هغه ټېنګار کړی دی چې سوله او د ستونزو حل د خبرو له لارې ترلاسه کېدای ښي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG