د وینزویلا ګوښه شوی دیکتاتور نیکولاس مادورو د دوشنبې په ورځ د جنورۍ په ۵مه د مخدره توکو د ترهګرۍ د تورونو له امله د لومړي څل لپاره په نیویارک کې د مانهاټن یوې محکمې ته حاضر شو او د "بې ګناهۍ" ادعا یې وکړه.
مادورو د قاضي الوین کې هیلرسټین په مشرۍ محکمې ته وویل: "زه ګناهکار نه یم، زه یو عزتمند سړی یم، زه لاهم د خپل هیواد ولسمشر یم."
د وېنزویلا دیکتاتور د مخدره توکو د ترهګرۍ دسیسې، د کوکاینو د واردولو دسیسې، او د وسلو پورې اړوندو تورونو سره مخ دی.
مادورو د امریکایي د عدلیې او قضایي برخې د قانون د تنفیذ د مامورینو لخوا محکمې ته راوستل شو، چې د زندان نیلي رنګه یونیفورم یې په تن و او پښې یې په زنځیرونو تړلې وې.
د هغه میرمن، سیلیا فلورس، د هغه پسې راوستل شوه، او هغې هم ځان "بې ګناه" اعلان کړ.
پداسې حال کې چې دواړو د محکمې د ترجمان د خبرو د اوریدو لپاره غوږوزي (ګوشکي) کارولې، مادورو د کاغذ په یوې ټوټې باندې یاداښتونه لیکل.
مادورو د خپل وکیل تر څنګ ناست و، چې د محکمې سوابق ښیې چې هغه تجربه لرونکی وکیل باری پولاک دی.
پنځه فدرالي څارنوالان د هغه مخې ته په یوه میز کې ناست وو.
ټیکساس میشت وکیل مارک ډونلي او د ټیکساس د سویلي ناحیې پخوانی فدرالي څارنوال، چې د متحدو ایالتونو د قضاوت د داسې یوې حوزې په توګه پیژندل کیږي چې د مخدره توکو د قاچاق او تنظیم شوي جرمونو لوی شمیر قضیې مدیریت کوي، د فلورس استازیتوب کوي.
مادورو، د هغه میرمن، زوی او درې نور کسان په دې تورن دي چې د مخدره توکو د کارټلونو سره یې کار کاوه ترڅو متحدو ایالتونو ته د فینتانیل او کوکاین په ګډون د زرګونو ټنو مخدره توکو د لیږد اسانتیا برابره کړي.
حقوقي کارپوهان وايي چې که مجرم وپیژندل شي، دوی ممکن د عمر قید سزا سره مخ شي.
په نوي تور کې چې د دوشنبې په ورځ جنورۍ ۵مه خپور شو ویل شوي چې مادورو "په نړۍ کې د ځینو ډیرو متشددو او پیژندل شویو مخدره توکو قاچاق وړونکو او د مخدره توکو ترهګرو" سره همکاري کړې ترڅو متحدو ایالتونو ته کوکاین قاچاق کړي.
په دې تور کې راغلي چې هغه د "یو فاسد او غیرقانوني حکومت په مشرۍ" تورن دی چې د لسیزو راهیسې یې د مخدره توکو د قاچاق په ګډون د غیرقانوني فعالیتونو د ساتنې او هڅولو لپاره دولتي ځواک کارولی دی.
مادورو او د هغه څو نږدې ملګري تر دې وړاندې هم په ۲۰۲۰ کال کې د امریکا په یوه محکمه کې په فدرالي تورونو تورن شوي وو چې پکې د مخدره توکو ترهګري او د کوکاینو د واردولو دسیسه شامله وه.
متحده ایالتونه وايي چې مادورو د مخدره توکو د قاچاقبرانو، کارټل ډی لاس سولز، مشري کوي.
امریکا د وېنزویلا د مخدره توکو دغه کارټل یو بهرنی ترهګریز سازمان نومولی دی.
مادورو د شنبې په ورځ د جنوري په ۳مه، د متحدو ایالتونو د ځواکونو لخوا ونیول شو او امریکا ته راوستل شو.
فورم \ دبحث خونه