د لاس رسي وړ اتصالات

د یادونې ورځ؛ امریکایان د خپلو سرتېرو د سرښندنو درناوی کوي


ولسمشر ټرمپ به د ویرجینیا ایالت د ارلینګټن په ملي هدیرې کې په دې مناسبت مراسمو کې برخه واخیسته
ولسمشر ټرمپ به د ویرجینیا ایالت د ارلینګټن په ملي هدیرې کې په دې مناسبت مراسمو کې برخه واخیسته

نن د مۍ ۲۶ په متحدو ایالتونو کې د یادونې (Memorial Day) ورځ ده، په دغه ورځ د هغو امریکايي سرتېرو یاد تازه کېږي او درناوی یې کېږي، چې د خپل هېواد د پوځ په لیکو کې د خدمت په مهال مړه شوي دي. په دې ورځ په متحدو ایالتونو کې عمومي رخصتي وي.

ولسمشر ټرمپ به د ویرجینیا ایالت د ارلینګټن په ملي هدیرې کې په دې مناسبت مراسمو کې برخه واخیسته او د ګمنامه سپاهي په قبر یې د ګلانو ګېډۍ کېښوده.

ولسمشر ټرمپ وویل: «موږ د هغوی د محبوبو کورنیو په غم کې شریک یو، او موږ د یو ملت په توګه د هغوی د نهايي فداکارۍ چې موږ ته یې راډالې کړې، منندوی یو... دغو سترو جنګیالیو د خدمت او دندې لباس په تن کړ او په دې پوهېدل چې د نورو لپاره د ژوند کولو مانا دا ده چې د نورو لپاره به مري.»

ولسمشر ټرمپ څرګنده کړه، چې د «یادونې دا ورځ ځکه مهمه ده، چې د امریکا د انقلابیانو د ازادۍ د جګړې له ۲۵۰م کال سره برابره ده، هغوی «لومړني خلک وو چې د یو داسې ملت لپاره یې ژوند نذرانه کړ چې لا یې نوم نه درلوده»

په دې ورځ واشنګټن ډي سي کې هم د اساسي قانون په څلور لارې کې رسم او ګذشت کېږي.

د امریکا په نورو ایالتونو کې هم رسم او ګذشت او غونډې کېږي. ډېر امریکایان په دې ورځ هدیرو ته ځي‌ او په قبرونو باندې د ګلانو ګېډۍ ږدي. په دې ورځ د ونډو بازارونه، پوسته خانې او نورې ادارې تړلې وي.

په واشنګټن ډي سي کې یو شمېر خلک په موټر سایکلونو سپاره راځي او دا ورځ نمانځي. په زرګونه کسان تېره ورځ (یکشنبه) په موټر سایکلونو باندې سپاره له پنټاګون څخه واشنګټن ډي سي او نشنل مال ته راغلل او دا ورځ یې ونمانځه.

د امریکا د اتوموبایل سازمان د معلوماتو په اساس، دې ورځې ته په امریکا کې د اوړي ‌د رخصتۍ د غیر رسمي پیل په سترګه هم کتل کېږي.

دغه سازمان د دې میاشتې په سر کې ویلي وو اټکل کېږي چې څه باندې ۴۵ میلیون خلک د پنجشنبې او جمعې د ورځو په منځ کې له خپلو کورونو څخه لږ تر لږه ۵۰ میله لېرې سفرونه وکړي، په دغه شمېر کې د ۲۰۲۴ کال په پرتله ۱.۴ میلیون زیاتوالی لیدل کېږي.

د دغه سازمان مرستیالې سټاسي باربر وویل: «د یادونې په ورځ کې تګ راتګ باید ډېر او زیات لګښت ونه» لري. هغې وویل: « ځينې کسان خپل خوښې سفرونه پیلوي او زرګونه میله پرواز کوي او ځینې نورې کورنۍ بیا یوازې په خپلو موټرونو کې د سمندر غاړو ته ځي او یا د ملګرو لیدو ته ورځي. دا د اونۍ اوږده رخصتي ده او د سفر لپاره ښه ده، ځکه چې خلک په کې یوه اضافي ورځ هم لري او ښوونخي هم تړلي وي.»

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG