د لاس رسي وړ اتصالات

پمپیو افغان مشرانو ته: خپل اختلافات حل کړئ او له طالبانو سره معامله وکړئ


ښاغلي پمپیو په کابل کې له افغان مشرانو سره په ملاقات کې د ولسمشر ټرمپ پيغام هغوی ته رسولی
ښاغلي پمپیو په کابل کې له افغان مشرانو سره په ملاقات کې د ولسمشر ټرمپ پيغام هغوی ته رسولی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو یو ځل بیا له افغان مشرانو غوښتي چې خپل اختلافونه حل کړي او د طالبانو سره د سولې خبرو لپاره چمتووالی ونیسي.

مایک پمپیو د سه شنبې په ورځ اپریل اومه په بهرنیو چارو وزارت کې خبریالانو ته وویل چې په افغانستان ټولو اړخونو دا درک کړې چې په افغانستان کې د امریکا راتلونکی رول پدې پورې مربوط دې چې: «هغوی د سولې بهیر په سمه، مناسبه او موثره توګه پلی کړي.»

هغه وویل د امریکا متحده ایالات هغو ژمنو ته ته متعهد دی چې د طالبانو سره د سولې موافقې او د افغانستان د حکومت سره په ګډه اعلامیه کې یې ذکر کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر همداشان وویل چې متحده ایالات د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي.

پمپیو څه موده مخکې کابل د سفر په وخت د ښاغلي غني او عبدالله عبدالله سره په کتنه کې ټینګار کړی و چې دغه مشران خپل منځي سیاسي اختلافات د خبرو له لارې حل کړي.

په څرګنده توګه داسې بریښیدل چې ښاغلی پمپیو پدې سفر کې نه و توانیدلی چې د غني او عبدالله ترمنځ توافق ترلاسه کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هغه وخل اعلان وکړ چې امریکا د افغان چارواکو ترمنځ‌ د اختلاف له کبله له افغانستان سره یو میلیارد ډالر مرستې کموي.

ځینو امریکایي چارواکو ویلي دي‌ چې دا مرستې به د افغان ځواکونو له بودیجې څخه کمیږي.

دا پداسې حال کې دي چې د امریکا ان بي سي نیوز د دوو امریکایي چارواکو او دپلوماتانو له خولې لیکلي دي‌ چې د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو افغان مشرانو ته د ولسمشر ټرمپ په پیغام کې ویلي‌: "خپل مشکلات مو حل کړئ‌ او طالبانو سره معامله وکړئ. کنه ولسمشر ټرمپ به له افغانستان سره یو میلیارد ډالر مرسته هم کموي او له دغه هېواد څخه خپل ځواکونه هم وباسي."

ان بي سي نیوز د دغو دوو امریکایي چارواکو او دپلوماتانو نومونه دي خپاره کړي. وايي ښاغلي‌ پمپیو له افغان ولسمشر اشرف غني‌ او پخواني اجرايي‌رئیس عبدالله سره په کابل کې په ملاقات کې دا پیغام رسولی دی.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون ولسمشر غني د ۲۰۱۹ کال د سپتمر د ټاکنو ګټونکی اعلان کړ، خو پخوانی اجرايي رئیس دا نتایج نه مني‌ او خپل موازي حکومت یې اعلان کړی.

امریکايي چارواکي‌ وایي په کابل کې سیاسي اختلافاتو ولسمشر ټرمپ په قهر کړی دی.

ښاغلی ټرمپ غواړي چې له طالبانو سره د سولې تړون په خپلو راروانو کمپاینونو کې د خپل بري په توګه یاد کړي چې د امریکایانو ډېرې رایې وګټي.

د یادونې وړ ده چې ددې رپوټ لومړۍ نسخه د امریکا د ان بي سي تلویزیون د رپوټ په بنست خپره شوی وه او د ښاغلي پمپیو وروستۍ څرګندونې وروسته په کې اضافه شوي دي.

امریکا دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۴۰۰۰ سرتېري لري او چارواکي وايي که له طالبانو سره د تړون ټول شرایط عملي شي امریکايي سرتېري به له افغانستان څخه ووځي.

XS
SM
MD
LG