د لاس رسي وړ اتصالات

ویلز: افغانستان کې شخصي اجنډاوې غوره ګڼل مرسته کوونکي ستړي کوي


الیس ویلز تر د مخکې په افغانستان کې د ټول شموله حکومت رامنځته کېدو غوښتنه کړې وه
الیس ویلز تر د مخکې په افغانستان کې د ټول شموله حکومت رامنځته کېدو غوښتنه کړې وه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي په داسې جال کې چې نړۍ د کروناویروس د خپرېدو له امله ویجاړونکي اقتصادي زیانونه ګالي، خو په افغانستان کې د خلکو د هوساینې پر ځای "شخصي اجنډاو" ته لومړیتوب ورکول کېږي.

د جنوبي او مرکزي آسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز د دوشنبې په ورځ د اپریل په ۶ (وري ۱۸) په خپل ټویټر لیکلي چې له افغانستان سره مرستندویه هېوادونه په دغه هېواد کې شخصي اجنډاو ته له لومړیتوب ورکولو څخه ستړي شوي دي.

آغلې ویلز وایي: "په داسې حال کې چې نړۍ د کوید- ۱۹ د ویجاړونکو اقتصادي زیانونو له امله ځپل کېږي، له افغانستان سره مرستندویه هېوادونه له دې امله ستړي او ناهیلي شوي چې په افغانستان کې د خلکو د هوساینې په پرتله شخصي برنامو ته لومړیتوب ورکول کېږي."

الیس ویلز په دې اړه ډېر وضاحت نه دی ورکړی خو له دې یوه ورځ وړاندې یې خبرداری ورکړی وو چې له افغانستان سره د نړیوالو مرستو دوام په دغه هېواد کې له یو ټول شموله حکومت په جوړیدو پورې تړاو لري.

هغې دغه راز ویلي و چې په افغانستان کې اوسنی وضعیت د منلو نه دی او د یو ټول شموله حکومت د نه جوړېدو په صورت کې به له افغانستان سره نړېوالې مرستې په عادي ډول دوام ونکړي.

خو تیره ورځ د افغانستان د مالیې وزارت سرپرست عبدالهادي ارغندیوال وویل چې افغان حکومت تر اوسه د نړیوالې ټولنې د مرستو د کموالي په تړاو رسمي سند نه دی ترلاسه کړی.

هغه وویل چې یو شمیر بهرنیو مقاماتو دا مسله په شفاهي ډول بیان کړې ده او افغانستان په دې تړاو اندېښنه نه لري.

له دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د جمهور رئيس اشرف غني او عبدالله عبدالله تر منځ سیاسي لانجو ته په اشارې ویلي وو چې امریکا به په روان عیسوي کال کې له افغانستان سره په خپلو مرستو کې یو میلیارد ډالره کموالی راولي او په ۲۰۲۱ کې به هم دا مرستې یو میلیارد نورې هم کمې کړي.

امریکايي چارواکو ویلي چې دا یو میلیارد ډالره به د افغانستان د امنیتي ځواکونو له بودجې څخه کمې کړي.

خو افغان چارواکي وايي چې د یو پراخ بنسټه حکومت په جوړولو بوخت دي.

د افغانستان جمهور رئیس سلاکار وحید عمر د سې‌شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل د ټول شموله حکومت جوړول د بیړې کار نه دی.

ښاغلي عمر زیاته کړه: "هغه فشار چې راوړل کېږي په هغه باندې موږ پوهېږو، خو موږ هم په همغه سمت روان یو چې دا کار وکړو، دا به لږ وخت ونیسي".

رویټرز خبري آژانس د دریو امریکايي سرچینو له قوله راپور ورکړی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دغه هېواد کانګرس ته ویلي چې د افغانستان له وسله‌والو ځواکونو سره د امریکا د دفاع وزارت د ۴.۲ میلیارده ډالرو له بودجې څخه یو میلیارد ډالره کمېږي.

XS
SM
MD
LG