د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا او مکسیکو د ګمرکي تعرفو په مخنیوي هوکړه وکړه


د امریکا متحده ایالتونو او مکسیکو د ګمرکي مالیاتو د مخنیوي په هدف ، د مهاجرت د موضوع پر سر هوکړې ته ورسیدل.

جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ په خپله ټویټر پاڼه لیکلي:" خوښ یم تاسې ته اطلاع درکوم چې متحده ایالات له مکسیکو سره یوې هوکړې ته ورسیدل."

ښاغلي ټرمپ زیاته کړه:" هغه مالیات چې ټاکل شوې وه د دوشنبې په ورځ د امریکا له خوا د مکسیکو پر محصولاتو لګیدلي وای، په نامحدود ډول ځنډول شوي دي."

د جمهور رئیس ټرمپ په وینا: " په بدل کې مکسیکو هوکړه چې د مکسیکو له لارې د مهاجرت د له منځه وړلو لپاره به په جنوبي سرحد کې قوي ګامونه پورته کړي."

مکسیکو هوکړه کړې چې له مرکزي امریکا څخه به د کډوالو د مخنیوي په هدف په جنوبي سرحد په ځانګړې ډول له ګواتیمالا سره په پوله کې د ملي ګارد په زرګونه سرتیري ځای پر ځای کړي.

دواړو هیوادونو هوکړه وکړه هغه کډوال چې د امریکا له جنوبي سرحد څخه تیریږي بیرته به مکسیکو ته ستانه شي او د پناه اخیستو د اسنادو په اړه به یې د امریکايي چارواکو تر پریکړې په مکسیکو کې پاتې شي او د مکسیکو دولت به د کار ، صحي خدماتو او سرپناه زمینه ورته مساعده کړي.

ددغې هوکړې له مخې مکسیکو مکلفه ده چې د انسان د قاچاق ، د قاچاق وړونکو د شبکو او د دوی د مالي سرچینو د وچولو لپاره پریکنده او لازم اقدام وکړي.

جمهور رئیس ټرمپ له دې وړاندې خبرداری ورکړی وو که مکسیکو امریکا ته د غیر قانوني کډوالو په مخنیوي کې جدي ګامونه وانخلي، واشنګټن به د جون میاشتې د لسمې نیټې څخه امریکا ته د هغه هیواد پر وارداتي محصولاتو پنځه سلنه ګمرکي تعرفې وضع کړي.

XS
SM
MD
LG