د لاس رسي وړ اتصالات

مکسیکو په مهاجرینو او تعرفو له امریکا سره خبري کوي


د مکسیکو د بهرنیو چارو وزیر مارسیلو ابرادد
د مکسیکو د بهرنیو چارو وزیر مارسیلو ابرادد

د مکسیکو د بهرنیو چارو وزیر مارسیلو ابراد وايي هیواد یې چمتو دی چې د ټرمپ له حکومت سره په تعرفو او د مهاجرینو په موضوعاتو خبري وکړي.

ښاغلي ابراد وویل، په دې اړه هئیت ټاکل شوی او مخکې له دې چې د امریکا د حکومت له خوا تعرفې عملي شي، دوی به یې په اړه له امریکا سره خبري وکړي.

د مکسیکو د بهرنیو چارو وزیر مارسیلو ابراد وویل:" موږ به یو موټی موقف وړاندې کړو، دا زموږ مسولیت دی. مختلف سکټورونه به په غونډه کې ګډون وکړي، هغه کسان چې د تعرفو له امله زیانمن کیږي. موږ به د مهاجرینو په اړه هم یو پروپوزل ولرو."

ابراد وویل، دی باور لري چې د ټرمپ حکومت به دده پلان ومني. هغه زیاته کړه مکسیکو په جنوبي سرحد کې د مهاجرینو د کړکیچ په اړه له وړاندې جدي هڅې پیل کړي دي.

جمهور رئیس ټرمپ د "جون په څلورمه نیټه "خبرداری ورکړ که مکسیکو د مهارجرینو د مخنیوي په برخه کې جدي ګامونه پورته نکړي، دی به د راتلونکې اوونۍ په دوشنبې د هغه هیواد پر محصولاتو پنځه سلنه تعرفې ولګوي.

ښاغلي ټرمپ وویل:" فکر کوم ددې احتمال ډیر دی چې تعرفي پاتې شي او موږ به احتمالا په دې موده کې خبري کوو ، خو دوی به په دې موده کې تعرفې ورکوي. که دوی ګام پورته نکړ او زموږ هیواد ته یې امنیتي مصونیت رانکړ ، ګورئ میلیونونه کسان هره ورځ له مکسیکو څخه راځي چې دا منلو وړ ندي."

د مکسیکو د کرنې وزیر ویکټور ویلالوباس وايي د مکسیکو او امریکا تر منځ ورځنی تجارت ۱۳۰ میلیونه ډالره دی، خو که د امریکا له خوا پنځه سلنه تعرفې وضع شي دا کچه به په ورځ کې ۳.۸ میلیونو ډالرو ته راښکته شي.

په داسې حال کې چې راتلونکې دوشنبې د ضرب العجل ورځ رانږدې کیږي مکسیکويي هیت به روانه اوونۍ د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په ګډون ددغه هیواد له یو شمیر مقاماتو سره وګوري.

مکسیکويي مقامات وايي د مهاجرینو په مخنیوي کې جدې هڅې کوي او سږ کال یې اتیا زره کسان بیرته ګواتیمالا، هندوراس او السلوادور ته ستانه کړي دي. دوی وايي یادو کسانو ته یې آن په مکسیکو کې د کار کولو وړاندېزونه هم کړي دي.

XS
SM
MD
LG