د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې د منځمهالو ټاکنو پایلې ښايي ورځې ونیسي - چارواکي


په متحده ایالاتو کې د ټاکنو مسئولین وايي، د سه شنبې د ورځې په منځمهاله ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو او دیموکراتانو تر منځ د ډیرې نږدې سیالۍ رسمي پایلې به ښايي څو ورځې وخت ونیسي. خو ځینې رسنیز بنسټونه بیا وړاندوینه کوي چې جمهوري غوښتونکي به د استازو د جرګې هغه پنځه څوکۍ وګټي چې د واک لپاره ورته اړتیا لري.

پرون په متحده ایالاتو کې میلیونونو کسانو په منځمهاله ټاکنو کې ددغه هېواد د سنا له سلو څوکیو څخه د ۳۵ او د استازو جرګې ټولو ۴۳۵ څوکیو ته رایې واچولې.

د سي.بي.سي نیوز وړاندوینې ښيي چې جمهوري غوښتونکو د استازو مجلس ۱۹۸ څوکۍ ګټلي، او ډیموکراتانو د دغې جرګې ۱۸۰ څوکۍ ګټلي دي. ددغه خبري چینل د معلوماتو له مخې، تر اوسه پورې د استازو د جرګې د ۵۷ نورو څوکیو برخلیک معلوم نه ‌دی.

د سنا مجلس لپاره بیا د دواړو ګوندونو سیالۍ تر دې مهاله مساوي یعنې پنځوس-پنځوس ښکاري. تر دې وړاندې هم، دواړو ګوندونو په سنا مجلس کې مساوي څوکۍ درلودې.

ددې ټاکنو وروستۍ پایلې به وښيي چې جمهوري غوښتونکي د کانګرس د مشرتابه لپاره غوره کیږي که به د ولسمشر جو بایډن د دیموکرات ګوند په کانګرس کې خپل اکثریت وساتي.

د جمهوري غوښتونکو د بریا په صورت کې دغه ګوند کولای شي په راتلونکو دوو کلونو کې، د ولسشمر جو بایډن د واکمنۍ په دویمه نیمایي کې، د هغه د ډېرو تګلارو مخه ونیسي او په واشنګټن کې د یوه بل دوه اړخیز دولت پړاو پيل کړي.

د امریکایي سیاستوالو ترمنځ دا مهال د روسیې او اوکراین د جګړې موضوع هم توده ده. له هغه وخته چې روسیې پر اوکراین یرغل کړی، ولسمشر بایډن اوکراین ته د ۶۰ میلیارده ډالرو په ارزښت مرستې او تجهیزات ورکړي دي.

په منځمهاله ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو له لورې د استازو د مجلس د اکثریت د ګټلو په صورت کې ددې احتمال ښودل شوی چې اوکراین به د امریکا دا پراخ ملاتړ له لاسه ورکړي. تر څنګ یې اټکل دا دی چې د جمهوري غوښتونکو د بري په صورت کې به کېوین مککارتي د استازو جرګې مشر شي چې د پخواني ولسمشر ټرمپ ډیر نږدې ملګری دی.

سږکال په منځمهاله ټاکنو کې د امریکا د سنا مجلس له درېیمې برخې څخه ډیر غړي بیا ټاکنو ته ولاړ وو. جمهوري غوښتونکو ته اړتیا وه چې د ډیموکراتانو د کم اکثریت څخه د مخکې کېدلو لپاره یوازې یوه اضافي څوکۍ وګټي.

په فلوریدا کې دیموکراتان د لومړنۍ ماتې سره مخامخ شوي دي، چیرې چې د سنا د غړیتوب دپاره، وال ډیمګنز د خپل جمهوري غوښتونکي سیال، مارکو روبیو په وړاندې ناکامه شوې ده.

ښاغلي روبیو وویل: "که په هیواد کې پایلو ته وګورئ، اوس ټول هغه خلک بریالي کیږي چې دا هیواد یې عالي مقام ته رسولی و، او هېر شوي وو."

د سنا مجلس دپاره سیالي دومره نږدې روانه وه چې ګرانه ده وړاندوینه وشي چې کوم ګوند اکثریت ګټلی. په جورجیا کې، د رایو له شمېر څخه معلومېږي چې د جمهوري غوښتونکي هرشل واکر او دیموکرات سناتور رافیل وارناک تر منځ رایې تقریباً په مساوي ډول ویشل شوي وي.

د سقط جنین د حق مسئله هغه موضوع ده چې اکثره ښځو او په کلیو کې رای ورکونکو ته مهمه ده.

د جورجیا ایالت رایه ورکوونکې، هېدر پکر وویل: "زه د دیموکرات پاتې کیدو لپاره دموکراتو ارزښتو ته رایه ورکوم. صادقانه ووایم ټوله مسئله یوازې د سقط جنین د حق ده. دا زما لپاره ډیره مهمه ده چې ښځه لاهم د انتخاب حق لري. همدا ده چې زما په نظر يې په کلکه اغیزه وکړه."

په تاریخي توګه، د ولسمشر ګوند منځمهاله ټاکنو کې یو شمیر څوکۍ له لاسه ورکوي. د جورجیا د ځینو رایه ورکوونکو لپاره، دا ټاکنې یو فرصت دی چې د بایډن څخه خپله نا رضایتي څرګنده کړي.

د جورجیا ایالت بلې رایه ورکوونکې بیټسي نینیک وویل: "زه فکر نه کوم چې هغه به خپلې اکثریت پریکړې پخپله کړې وي. زه فکر کوم چې هغه د کیڼ اړخو او په ځانګړې توګه د هغوی د ځانګړو ګټو ویاند دی."

دیموکراتانو په پلازمینه واشنګټن ډي سي او د ویرجینیا ایالت په څو ښارګوټو کې ځینې مهمې لومړنۍ بریاوې ترلاسه کړي دي.

د رایو په اچولو او شمیرلو کې د ځنډ په اړه جلا راپورونه شته، چې ځینې یې د ماشینونو د خرابوالي له امله دي. خو په مجموعي ډول، مسئولین وايي، په ټول هیواد کې رایه اچونه په سمه توګه ترسره شوې ده.

چارواکي تمه لري چې په څو راتلونکو ورځو کې د ټاکنو وروستۍ پايلې اعلان کړي.

XS
SM
MD
LG