د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې د ټاکنو ورځ؛ چارواکو د ټاکنو د امنیت د خوندیتوب ډاډ ورکړی


په داسې حال کې چې په میلیونونو امریکایان نن سه شنبه نومبر اتمه (لړم ۱۷) ددغه هېواد په منځمهالو ټاکنو کې رایې اچوي، د ټاکنو د امنیت دپاره ګومارل شويو مسولینو د احتمالي ګډوډیو، په ټاکنو کې د مداخلې او تاوتریخوالي د مخنیوي دپاره تیاری نیولی دی.

په یوې تازه سروې کې ۵۱ سلنه پوښتل شویو امریکایانو د رایې اچونې په مرکزونو کې د تاوتریخوالي د پېښېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د اکانومیسټ خپرونې او "YouGov" شرکت د تیرې اونۍ په دې نظرپوښتنه کې له ۱۵زره امریکایانو پوښتنه شوې او نیمايي پوښتل شویو خلکو همدارنګه ویلي په دې باور دي چې په ټاکنو کې به بهرني هېوادونه لاسوهنه وکړي.

د جولای د میاشتې په یوې جلا نظرپوښتنه کې ۳۲ سلنه پوښتل شویو امریکایانو ویلي وو چې د منځمهالو ټاکنو پر پایلو باور نلري.

د اریزونا ایالت یوه رایه ورکوونکي امریکا غږ ته وویل: "باید ووایم چې د ټاکنو د سیستم په اړه اندېښنه لرم. څوک ثابتولی شي چې ټولې رایې په سمه توګه شمېرل کیږي." خو ددغو اندېښنو سره سره، د امریکا د ټاکنو چارواکو خلکو ته ډاډ ورکړی دی.

د سایبري امنیت او ټاکنو د خوندیتوب ادارې (CISA) مشرې جین ایسټرلي د اکتوبر په وروستیو کې د سایبري امنیت غونډې ته وویل: "امریکایان باید په ډاډ سره د رایې ورکولو صندوقونو ته لاړ شي."

مېرمن ایسټرلي زیاته کړه: "په مختلفو برخو کې د پام وړ کار شوی چې د ټاکنو زیربنا خوندي وساتل شي."

د امریکا د کورني امنیت وزارت او سپینې ماڼۍ هم دې ته ورته پیغامونه خپاره کړي دي.

خو د متحده ایالاتو چارواکي مني چې د سه شنبې د ورخې د ټاکنو په وړاندې ګواښونه جدي دي او د مسئولینو لخوا ورسره مناسب چلند کیږي.

د تاوتریخوالي احتمال

د امریکا د کورني امنیت وزارت څو میاشتې وړاندې د فبرورۍ او بیا د جون په میاشت کې، په منځمهالو ټاکنو کې د احتمالي تاوتریخوالي د پېښېدو په اړه خبرداری ورکړی و.

د جون په میاشت کې په دې اړه ددغه وزارت په اعلامیه کې راغلي: "زموږ ارزونه دا ده چې د داخلي تندلارو له خوا پر دموکراتیکو ادارو، د سیاسي ګوندونو پر کاندیدانو او دفترونو او د ټاکنو پر غونډو او کارکوونکو د بریدونو احتمال زیات شي."

امریکايي چارواکو په تازه استخباراتي ارزونو کې خبرداری ورکړی چې ترټولو لوی امنیتي ګواښ د هغو کسانو له خوا پېښ دی چې ناراض دي او ددې خطر شته چې په یوازې سر برید وکړي.

نوماندان او د هغوی د ټاکنیزو مبارزو غونډې او همدارنګه د ټاکنو کارکوونکي او د رایو ورکولو مرکزونه د دا ډول احتمالي بریدونو ممکنه هدفونه ګڼل کیږي.

د امریکا په داخل کې د ټاکنو په اړه د غلطو معلوماتو په کمپاینونو کې د داسې نظرونو او عکسونو خپرېدل چې تاوتریخوالی پاروي، دغه اندېښنې نورې هم زیاتې کړي دي. شنونکي وايي، دا ډول ناسم معلومات بیا د روسیې په څېر د متحده ایالاتو د ځینو مخالفینو لخوا نور هم پراخیږي.

د استخباراتو کارپوه براین لیسټن د خپرېدونکو ناسمو معلوماتو په اړه امریکا غږ ته وویل: "د نفوذ دپاره... خلکو ته په مستقیمه توګه د برید کولو امر نه کوي، خو تر ډېره حده د تاوتریخوالي او عملي برید دپاره ذهنیت جوړوي."

د تحقیقاتو فدرالي ادارې (FBI) چارواکي وايي، د ۲۰۲۱ کال د جون راهیسې یې د ټاکنو د چارواکو په وړاندې د ګواښونو له ۱۰۰۰ زیات راپورونه ترلاسه کړي او په دې تړاو لږ تر لږه شپږ تنه نیول شوي دي.

د ناسمو معلوماتو خپرېدل

د منځ مهاله ټاکنو په درشل کې د ناسمو معلوماتو د کمپاینونو او د نفوذ د عملیاتو په اړه اندېښنې په پرله پسې ډول زیاتې شوې دي.

د متحده ایالاتو چارواکي او څیړونکي پدې باور دي چې د غلطو معلوماتو ډیره برخه په کور دننه خپریږي او له امله یې په دې هېواد کې د حکومت ضد او د واک ضد احساساتو پارولو ته لمن وهل کیږي.

خو دغه چارواکي او شنونکي خبرداری ورکوي چې د متحده ایالاتو ځینو مخالفو هېوادونو هڅه کړې ده چې د امریکا د ټاکنو د سیسټم په اړه شکونه پیدا کړي.

د تحقیقاتو فدرالي ادارې یوه جګپوړي چارواکي تیره میاشت خبریالانو ته د وینا پر مهال د چین او ایران تر څنګ په ځانګړي ډول روسیه پدې کار کې لتاړ وبلله.

د سایبري امنیت شرکت "ریکارډیډ فیوچر" خبرداری ورکړی چې روسیې او چین د ټولنیزو رسنیو غیر فعال حسابونه بیا راژوندي کړي ترڅو دا شکونه پراخ کړي او د متحده ایالاتو د منځمهاله ټاکنو په لړ کې د امریکایانو تر منځ سیاسي اختلافات نور هم ژور کړي.

د ریکارډیډ فیوچر د معلوماتو له مخې، د روسیې له خوا ډیری بیا ژوندي شويو حسابونو د "ګاب" او "ګیټر" په څېر د ټولنیزو رسنیو شبکې په نښه کړي دي چې زیاتره کاروونکي یې محافظه کاران دي.

ریکارډیډ فیوچر وايي، د چین له لوري د نفوذ عملیاتو تازه بېلګه یې د سپتمبر په میاشت کې ثبت کړې ده چې په فیسبوک، انسټاګرام، یوټیوب او ټیک ټاک کې لیدل شوي دي.

چین د امریکا په انتخاباتو کې د نفوذ دپاره د عملیاتو ترسره کول رد کړي دي. خو د دوشنبې په ورځ، یوه روسي مقام د کرملین د تېر دریځ خلاف، د امریکا په ټاکنو کې پر خپلې لاسوهنې اعتراف وکړ.

ییفگینی پریگوژین چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ډیرې نږدې اړیکي لري، همدارنګه خبرداری ورکړ چې خپلې مداخلې ته به دوام ورکړي.

سایبري امنیت

داسې اندېښنې هم شته چې د روسیې، چین او ایران په څېر د امریکا مخالف هېوادونه په امریکا کې د ټاکنو د بهیر د ګډوډولو دپاره سایبري بریدونه ترسره کړي. خو امریکايي چارواکو ډاډ ورکړی چې ددې ډول بریدونو خطر ډېر لږ دی.

د سایبري امنیت او ټاکنو د خوندیتوب ادارې مشرې تیره اونۍ وویل داسې دقیق معلومات ندي ترلاسه شوي چې وښيي د دا ډول بریدونو هڅه کیږي.

د دې ادارې نورو چارواکو ویلي دي چې د ۲۰۲۰ کال له عمومي ټاکنو څخه د ترلاسه شویو تجربو په رڼا کې یې له نورو امریکايي ادارو سره په ګډه ټینګ امنیتي تدابیر نیولي دي ترڅو د ټاکنو پورې اړوند سیسټمونه او د معلوماتو ذخیرې خوندي وساتل شي.

په عین وخت کې، د متحده ایالاتو د اردو د سایبري امنیت قوماندانۍ خپلو ټیمونو ته لارښوونه کړې چې د احتمالي بریدونو په لټه کې شي. دغې قوماندانۍ ویلي چې نوي ګواښونه یې ندي موندلي.

XS
SM
MD
LG