د لاس رسي وړ اتصالات

د کورنیو د جلاکولو پالیسي پایته ورسېده


د متحدو ایالاتو ولسمشر ډانلډ ټرمپ هغه اجرايي فرمان څرگندوي چې د کډوالۍ د نه زغم د پالیسۍ د بندولو په خاطر ېې په سپینه ماڼۍ کې لاسلیک کړ. واشنگټن د جون ٢٠ – مه ٢٠١٨ م کال.
د متحدو ایالاتو ولسمشر ډانلډ ټرمپ هغه اجرايي فرمان څرگندوي چې د کډوالۍ د نه زغم د پالیسۍ د بندولو په خاطر ېې په سپینه ماڼۍ کې لاسلیک کړ. واشنگټن د جون ٢٠ – مه ٢٠١٨ م کال.

له څو اونیو راهیسې ډیر سخت کورني او نړۍ وال انتقادونه ددې سبب شول چې ولسمشر ټرمپ د کورنیو د جلا کولو پالیسی د یو اجرايی فرمان له لا سلیک کولو نه وروسته پایته ورسوي. جمهوري غوښتونکی او دموکراتان په گډه وايی له میندو او پلرونو نه د ماشومانو جلا کول دامریکا له مدني ارزښتونو سره سمون نه خوري.

جمهوررئیس ډانلدټرمپ د چهارشنبې په ورځ د امریکا او مکسیکو په سرحد کې د غېرقانوني کډوالو کورنیو جلا کول د یو اجرايی فرمان له مخې بند کړل.

د همدې اجرایې فرمان نه مخکې د جمهوري رئیس ټرمپ حکومت د غېرقانوني کډوالو او پناه غوښتونکیو په مقابل کې د نه زغم پالیسي تعقیبوله. ماشومان به يي له میندو او پلرونو څخه جلا کول او په نورو توقیفخانو کې به يي ساتل.

د متحدو ایالاتو ولسمشر ډانلډ ټرمپ د کډوالۍ د نه زغم پالیسۍ په مسله کې چې میندی او پلرونه له ماشومانو نه جلا وساتل شي، پرون وروسته له هغه نه تیرشو چې د خپل جمهوری گوند او دموکرات گوند د استازیو له ډیرو کلکو انتقاد سره مخامخ شو.

جمهوري خواهانو او دموکراتانو په گډه ویل چې د کورنیو نه د ماشومانو جلاکول غېرانسانی کاردی او دامریکا له مدني ارزښتونو سره سمون نه خوري.

له یوې خوانه همدا دوه فشارونه ددې سبب شول چې ولسمشر له خپلې خبرې نه تیرشو او له بلې خوانه د نومبر انتخابات راروان دی،

مبصرین وايي جمهوري گوند نه غواړی چی د کډوالی خلاف مظاهرې دوام وکړي او په سرحد کې د ماشومانو دناوړه حآلت ویډیو گانی،عکسونه اوخبرونو خپریدل دوام وکړي، ځکه ددې پړه پر جمهوري غوښتونکیو و ر اچول کېدلی شي.

د ولسمشر ټرمپ اجرايي فرمان
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:40 0:00

ولسمشر ډانلډ ټرمپ د کډوالۍ دمسلی په اړه د خپل اجرايي فرمان د توجیه په برخه کې وویل:"..نن ما یواجرايي فرمان لاسلیک کړ. موږ به کورنۍ له یوبل سره یوځای وساتو؛ خو په سرحد کې به اقدامات هماغومره سخت وی لکه څنگه چې پخوا وو."

ښاغليټرمپ د اجرايی فرمان له لاسلیک کولونه وروسته خپل اقدام داسې توضیح کړ:

".. دکورنیو د جلا کیدل او په دې اړه دهغوی احساسات زما خوښ نه شول.

په دې توگه ولسمشر هغه اجراآت بند کړل جی یو څو ورځې مخ کې به ېې ویل دې داقدرت نلر ی چی بدل ېې کړي.

هغه له څو هفتوراهیسی پر کانگرس غږ کاوه چې له دهغو میندو او پلرونونهد ماشومانو د جلا کولو لپاره یومتبادله لاره پېداکړی چی سرحد ته په غېر قانونی ډول د داخلیدلو له املهتوقیف شویدی. خو بالاخره ېې پرونه په خپله داکار وکړ

خودموکراتانو به ویل چی ولسمشر دا پریکړله بدلولی شی؛ ځکه دا پالیسي ماشومان او دهغوی کورنیو ته زیان رسوي.

د استازیو دخونې د دموکرات اقلیت مشره نانسی پلوسي وايي: کله چې ولسمشر وايی دا اقدامات دده ندي، نو هغه ریښتیانه وايی. حقیقت دادی چی دهغه ا دارې د نه زغم پالیسي تعمیل کړله . دازموږ دهیواد لپاره شرم دی او زموږ په تاریخ کې داغ دی.

ولسمشر ډانلډ ټر مپ پرون د چارشنبی په ورځ د مینی سوتا ایالت په یوه غونډه کې بیا پر دموکراتانو د کډوالۍ دمسلی په سر کلک انتقاد وکړ:ډ

"..دموکراتان پرانیستی سرحد غواړي چی هرڅوک ترینه راتیرشي. هغوی وايي موږ ېې پروانلرو پرېږدۍ چې خلک له منځنی ختیځ اونورو ټولو ځایونو نه راشی. موږ ېې پروانلرو. خوموږ دې کارته اجازه نشو ورکولی.

.خلکو د ولسمشر ډانلډ ټرمپ دادارې د کډوالۍ دنه زغم پالیسۍ خلاف مظاهرې وکړلې. دغه مظاهره د نیویارک په ښار کې وشوه. د جون شلمه ٢٠١٨ م کال
.خلکو د ولسمشر ډانلډ ټرمپ دادارې د کډوالۍ دنه زغم پالیسۍ خلاف مظاهرې وکړلې. دغه مظاهره د نیویارک په ښار کې وشوه. د جون شلمه ٢٠١٨ م کال

پرون د چارشنبی په ورځ د سکرامینتو په ښار کې د امریکای د یوې محکمی مخې ته ترسلو نه زیات کسان را ټول شوي ول ا ود حکومت پر پالیسۍ ېې د کډوالی په تړاو کلک انتقادونه وکړل.

بیټي یاسپیډو،په لاس انجلس کې د کډوالۍ فعالې وویل:".. د کورنیو جلا کول له ماشومانو نه ستونزه ده. پکارده هغوی یوځای واوسی. زه داسی فکر نه کوم چی هغوی په پنجرو کې واوسی. همدارنگه موږ په دې هم نپوهېږ و چی هغوی چرته دی.

دسکرامنتو ښاروال ډیرل ستین برگ وویل:..ښاغلی ټرمپ تاسې بې اندازې سخت کاروکړ، ځکه کله چې کورنۍ له ماشومانو نه جلا کړی شی نو دا کار د بشریت خلاف یوجرم دی.

مظاهره کوونکیو داسی شعارونه له ځان سره لر ل :" کورنۍ له یوبل سره یوځای وساته ! " دکورنیو جلاکول امریکا يی کارندی.

متحدو ایالاتو په تیر و شپږومیاشتو کې تر ٢٣٠٠ نه ز یات ماشومان له خپلو میندو او پلرونو نه جلا کړي دی او توقیفخانو ته ېې لیږلی دي. دهغو پر میندو اوپلرونو له سرْحد په غېرقانوني توگه د اووښتلو رسمی تورونه لگول شویدی.

که څه هم ولسمشر ډانلډ ټرمپ پر ون د کډوالو په مسله کې پرون یو اجرايی فرمان لاسلیک کړ خو له کانگرس نه ېې داغوښتنه وکړله چې د کډوالۍ په تړاو ډیر جامع او هراړخیز اصلاحآت منځته راولي. د ا مریکا اومکسیکو په سرحد کې د دیوال وهلو لپاره پنځه ویشت ملیارده ډالر منظورکړي. دامریکا اومکسیکو په سرحد کې د غېرقانوني کډوالو د مخنیوي مسله ولسمشر ټرمپ د خپلې کاندیدۍ یعنی ٢٠١٦ کال راهیسې په ټینگه یادوي.

XS
SM
MD
LG