د لاس رسي وړ اتصالات

قطر کې د امریکا نظامي اډه چې یو وخت امریکایي نظامي افسرانو یې موقعیت پټ ساته


په قطر کې د فوټبال نړیوال جام سیالۍ پداسې حال کې روانې دي چې شاوخوا ۸ زره امریکایي سر تیري په دښتې کې د پرتې سترې نظامي اډې څخه د دې هیواد هوایي قلمرو څاري.

د العدید نظامي اډه چې چارې یې د قطر په لاس کې دي، د پایتخت دوحې څخه تقریباً ۳۰ میله جنوب لویدیځ خوا ته په دښتې کې جوړه ده.

یو وخت دا نظامي اډه دومره حساسه وه چې امریکایي نظامي افسرانو به یې د موقعیت په هکله یوازې دومره ویل چې د جنوب لویدیځې آسیا په یو هیواد کې پرته ده.

په افغانستان، عراق او سوریه کې چې د امریکايي ځواکونو جګړه توده وه، په هغه وخت کې پدې نظامي اډې کې څه باندې ۱۰ زره امریکایي سرتیري دیره و خو اوس یې شمیر کم شوی.

قطر پدې نظامي اډې د ۲۰۰۳ کال راپدیخوا څه باندې ۸ میلیارده ډالر لګولي. د اې پي خبري اژانس یو خبریال چې دې اډې ته ورغلی و، د سرتیرو لپاره نوي بارکونه د خوړو خونه یې لیدلې او میشتو امریکایي ځواکونو ویلي چې لا ډیر نوي کارونه پکې روان دي.

سره لدې چې داسې اندیښنې وې، واشنګټن ښایي دا نظامي اډه پریږدي خو د هوایي ځواکونو غړیو ویلي دا چې پدې اډې کې داسې کاري ځواک جوړ شوی چې تمرکز یې په بې پیلوټه الوتکو او داسې ټکنالوژۍ ده چې د جګړې ډګر ته د سرتیرو اړتیا پکې نشته، څرګندوي چې امریکا دلته پاتې کیږي او د تګ نیت نلري.

پدې نظامي اډې کې د امریکا د هوایي ځواکونو ډګرمن ارین بریلا د اې پي خبري اژانس ته ویل، " دې سیمې ته د امریکا د هوایي ځواکونو ژمنتیا ډیره ده. مونږ دلته د پایدارې وړتیا سره پاتې کیږو. "

امریکایي ځواکونه د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د میاشتې ۱۱مې ترهګریزو بریدونو څخه وروسته دې کمپ ته وروسته تر هغه راغلل چې سعودي عربستان پدې هیوا کې میشتو امریکایي ځواکونو ته د وتلو امر وکړ او قطر امریکا ته د دې کمپ ورکولو وړاندیز وکړ. پدې کمپ په لومړي سر کې ۱ ملیارد امریکایي ډالر مصرف شوي و.

د العدید نظامي اډه په ډیرې چټکۍ د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ لپاره د جګړې کولو په مخکښې قوماندانۍ بدله شوه. پدې اډې کې د ګډو هوایي عملیاتو مرکز دی چې په آسیا، شمالي افریقا او منځني ختیځ کې د جګړې ماموریتونه، د الوتکو کشفي پرازونه او بې پیلوټه الوتکو پروازونه څاري.

XS
SM
MD
LG