د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د چین نسکور شوي بالون ټوټې لټوي خو چین د کړکیچ کمېدل غواړي


د امریکا پوځ دا بالون د شنبې په ورځ وویشت او نسکور یې کړ.
د امریکا پوځ دا بالون د شنبې په ورځ وویشت او نسکور یې کړ.

د متحده ایالاتو پوځ یکشنبه فبروري ۵ (سلواغې۱۶) ویلي چې د چین د جاسوسۍ بالون ټوټې په سمندر کې لټوي چې یوه ورځ وړاندې یې وویشت او نسکور یې کړ.

پوځ ویلي چې بحري ځواکونه کوښښ کوي هغه توکي په سمندر کې پیدا کړي چې په بالون کې بار وو او د ویشتل کیدو پر وخت په سمندر کې لویدلي.

د شمالي امریکا لپاره د متحده ایالاتو د هوایي فضا دفاعي قوماندانۍ ویاند جنرال ګلین وان هریک ویلي چې ساحلي ګارډ ددې عملیاتو لپاره امنیتي تدابیر برابروي.

سره لدې چې امریکایي چارواکو ویلي دا بالون به د متحده ایالاتو په ملي امنیت ډیر اغیز ونلري خو که په بالون کې ټول مواد امریکایي چارواکو ته په لاس ورشي، د چین د جاسوسۍ وړتیا به په ډاګه شي.

د امریکا جنګي جیټ الوتکې د شنبې په ورځ دا بالون وویشت او نسکور یې کړ خو چین بیا ویلي چې متحده ایالاتو پدې هکله د اړتیا څخه زیات غبرګون ښودلی.

په عین حال کې د چین د بهرنیو چارو وزارت په بیجنګ کې د امریکا سفارت ته ویلي چې د متحده ایالاتو په اقداماتو سخت اعتراض څرګند کړی او ویلي یې دي چې پدې هکله انکشافات د نږدې څاري.

بیجنګ همدارنګه د واشنګټن څخه غوښتي چې کړکیچ دې نه ډیروي او ددې هیواد ګټو ته د زیان رسولو لپاره دې نور اقدام نکوي. چین لا هم ټینګار کوي چې دا یو ملکي بالون و او د هوا پیژندنې لپاره ترې کار اخیستل کیده خو واشنګټن بیا د امریکا هوایي حریم ته د دې بالون راتګ د خپلې خودمختارۍ څخه سرغړاونه بلي.

متحده ایالاتو همدارنګه بیجنګ ته د بهرنیو چارو د وزیر انټوني بلنکین پلان شوی رسمي سفر لغوه کړ.

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت ویلي چې دا بالون د لومړي ځل لپاره د روان ۲۰۲۳ کال د جنوري د میاشتې په ۲۸ د امریکا هوایي قلمرو ته د الاسکا په ایالت کې داخل شو، وروسته کاناډا ته ولاړه او بیرته څو ورځې وروسته د متحده ایالاتو هوایي قلمرو ته راغی.

ښاغلي بایډن د چهارشنبې په ورځ هم ویلي وو چې امر یې کړی و هر څومره ژر چې امکان ولري، دا بالون دې وویشتل شي.

د پنټاګان چارواکو دا هم ویلي چې د پوځ د معلوماتو له مخې دا بالون متحده ایالاتو ته کوم ستر خطر نه و او پرته لدې چې نور جزیات ورکړي دومره یې ویلي چې دا بالون امریکا ته جاسوسي ارزښت لري.

چین تائید کړه چې د متحده ایالاتو په هوایي حریم کې بالون د هغوی و او هغه یې ملکي هوایي بیړۍ بللې. چین وايي ي چې دا الوتکه د خپل ټاکلي مسیر څخه بلې خوا تللې وه

XS
SM
MD
LG