د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: امریکا د پنځو کلونو پاتېدو طرحه نه ده وړاندي کړې


افغان طالبانو د نیویارک ټایمز ورځپاڼې هغه راپور رد کړ چې ویلې و امریکايي ځواکونه به له دری څخه تر پنځو کلونو په جریان کې له افغانستان څخه ووزي.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د جمعې په ورځ رسنیو ته په لېږلې اعلامیه کې ویلي چې د دوحې په خبرو کې پر یادې موضوع خبرې نه دي شوي.

طالبانو ویلي چې په دغه مذاکراتو کې نه پر لنډمهالې حکومت، نه پر ټاکنو او نه هم امریکايي لوري کوم داسې وړاندیز کړی چې څلور او یا هم پنځه کاله به په افغانستان کې پاتېږي.

طالبانو پخپلې اعلامیې کې ویلي:"په اوسنۍ ناسته کې د بهرنیو ځواکونو په وتلو او د وتلو په څرنګوالي، همدارنګه په راتلونکي کې له افغانستان څخه د اطمئنان په څرنګوالي خبرې شوې دي، نورې اوازې او شایعات هیڅ حقیقت نه لري".

نیوریاک ټایمز ورځپاڼې تېره شپه راپور ورکړ چې د امریکا دفاع وزارت په قطر کې د طالبانو او امریکايي استازو ترمنځ روانو خبرو کې طالبانو ته دغه طرحه وړاندې کړې ده.

نیوریارک ورځپاڼې همدارنګه زیاته کړې وه چې د وړاندې شوې طرحې له‌مخې ممکن په افغانستان کې ټول نړیوال سرتېري تر راتلونکو درې او پنځو کلونو له افغانستان څخه ووزي.

په افغانستان کې دا مهال د امریکا متحده ایالاتو د شااوخوا ۱۴زره سرتېرو ترڅنګ ۸۶۰۰ نور بهرني سرتېري هم شتون لري.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور لیکي چې د افغانستان د سولې په خبرو کې پنټاګون وړاندیز کړی دی چې امریکایي ځواکونه به د پنځو کلونو په مودې کې د دغه هېواد نه خپل عسکر بیرته باسي او دغه مهال به طالبان په حکومت کې ونډه ولري.

په افغانستان کې نور نړیوال عسکر به هم د امریکایي عسکرو سره یوځای بیرته لاړ شي.

دا راپورونه پر داسې مهال خپرېږي چې ټاکل شوې سبا شنبه په قطر کې د امریکايي استازو او طالبانو ترمنځ خبرې تر دوه ورځنۍ وقفې وروسته بېرته پیل شي.

زلمي خلیلزاد د تېرې پنجشنبې په ورځ پخپل یو ټوېټ کې له طالبانو سره تېرې درې ورځنۍ خبرې ګټورې بللې و.

ښاغلی خلیلزادا ویلي و چې په ځینو مسایلو باندې د سلا مشورو د اخیستو لپاره دا خبرې د څو ورځو لپاره ځنډول شوي چې سبا شنبه به بېرته پیل شي.

زلمي خلیلزاد همدارنګه زیاته کړې وه چې څلور مهم مسايل لاهم د مېز پر سر پاتې دي چې شنبه به ورباندې خبرې وشي.

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل، له القاعدې شبکې سره د طالبانو د اړیکو څرنګوالی، له افغان حکومت سره د طالبانو مخامخ خبرې او په افغانستان کې اوربندد د امریکا او طالبانو ترمنځ د روانو مذاکراتو د بحث اساسي موضوعات دي.

XS
SM
MD
LG