د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا مرکچي: ښايي ایران سره اټومي خبرې ناکامه شي


د ایران لپاره د متحدو ایالتونو استازي د چهار شنبې په ورځ مې ۲۵ (غبرګولي څلورمه) خبرداری ورکړ ددې احتمال زیات دی چې د ایران د اټومي قرار داد د احیا کیدو مذاکرات له ماتې سره مخ شي.

راب مالي وویل که ایران په خپلو غوښتنو ټینګار وکړي نو پر هغه هیواد به فشارونه لیرې نشي.

دغه جګپوړی امریکایي استازي چې د څه باندې یو کال راهیسې په ویانا کې له ایران سره د غیر مستقیمو خبرو مشري کوي، امریکایي قانون جوړونکو ته وویل د جمهور رئیس بایډن په مشرۍ د امریکا حکومت لا هم د ۲۰۱۵ کال د اټومي قرار داد ملاتړ کوي او چمتو دی که توافق ترلاسه شي، بندیزونه لیرې کړي.

ښاغلي مالي د امریکا د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې ته وویل د بریالیو خبرو چانس د ایران له حد څخه د زیاتو غوښتنو له امله کم دی او هغوی به دې غوښتنو ته تسلیم نشي.

دغه امریکایي چارواکي زیاته کړه امریکا به هغه غوښتنې رد کړي چې د ایران او نړۍ د ۲۰۱۵ کال د قرار داد له حدودو څخه هاخوا وي.

نوموړي وویل:"موږ په بشپړه توګه په خپلو ژمنو ولاړ یو او د هغه واقعیت په وړاندې به ودریږو که د ایران انتخاب وي."

د ایران حکومت غواړي چې د هغه هیواد سپاه پاسداران ډله د ترهګرو له تور لست څخه وایستل شي خو دا غوښتنه د بایډن او د کانګرس د اکثریت غړو له خوا رد شوې ده.

خو دغه امریکایي دیپلومات په ښکاره وویل چې بایډن د نظامي اقدام ملاتړ ندی کړی

د اقتصادي فشارونو زیاتوالی

له ایران سره په مذاکراتو کې د امریکا استازي مالي د خبرو د ناکامه کیدو په صورت کې د ډیرو اقتصادي فشارونو خبر ورکړ او ویې ویل چې د امریکا حکومت به د ټرمپ د حکومت خلاف د اروپا ملاتړ له ځان سره ولري.

د امریکا د خزانې وزارت د چهار شنبې په ورځ مې ۲۵ وویل پر هغې شبکې د بندیزونه د لګولو په حال کې دي چې د ایران د سپاه پاسداران او روسي چارواکو ملاتړ لري او د امریکا د یو اړخیزو بندیزونو څخه یې په سرغړونه ، د تیلو په سلګونه میلیونه ډالر لیږدولي دي.

د ایران او نړۍ ترمنځ د ۲۰۱۵ کال اټومي قرار داد د امریکا د پخواني جمهور رئیس باراک اوباما د واکمنۍ پرمهال لاسلیک شو. په قرار داد کې د ایران د اټومي فعالیتونو د کمیدو په بدل کې پر هغه هیواد د نړۍ د بندیزونو د کمیدو ژمنه شوې وه.

خو امریکا په ۲۰۱۸ کال کې د جمهور رئیس ټرمپ د حکومت پرمهال له قرار داد څخه ووتله او د ایران د تیلو په ګډون یې پر هغه هیواد سخت بندیزونه ولګول.

د دغه مطلب په لیکلو کې د فرانسې خبري آژانس له راپور څخه ګټه اخیستل شوي.

XS
SM
MD
LG