د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: د ایران د اټومي هوکړې احیا کیدو ته یوازې څو اوونۍ فرصت پاتې دی


د ایران په چارو د متحده ایالتونو استازي راب مالي د سه شنبې په ورځ ډسمبر ۲۱ (لیندۍ ۳۰) وویل چې د ایران د اټومي توافق د احیا کیدو لپاره یوازې څو اوونۍ فرصت پاتې دی.

ښاغلي مالي له CNN ټلویزیون سره په مرکه کې خبرداری ورکړی که د نړۍ له قدرتونو سره د ایران د اټومي توافق د احیا لپاره دیپلوماسي ناکامه پاتې شي "د کړکیچ د زیاتیدو دوره به" رامنځ ته شي.

د ایران د اټومي پروګرام د راژوندي‌ کیدو لپاره مذاکرت له پنځو میاشتو ځنډ وروسته، د نومبر په ۲۹ نیټه په ویانا کې پیل شوي دي.

د متحده ایالتونو او ایران ترمنځ غیر مستقیمې خبري اتري اوسمهال دریدلي دي خو ښاغلي‌ مالي هیله څرګنده کړې چې دا مذاکرات به "نسبتا ژر" له سره پیل شي.

ایران ادعا کوي چې اټومي فعالیتونه یې د ملکي اهدافو لپاره دي خو غربي هیوادونه وایي چې په ایران کې د یورانیمو غني شوي زیرمې تر هغه څه زیاتې دي چې د سوله ایزو اهدافو لپاره ورڅخه کار اخیستل کیږي او تهران ممکن ورڅخه د اټومي وسلو د جوړیدو لپاره ورڅخه کار واخلي.

ښاغلي مالي وویل:"دا واقعا د هغوی "ایراني چارواکو" د اټومي فعالیتونو د سرعت پورې اړه لري. که هغوی اټومي فعالیتونه ودروي، موږ به ډیر وخت ولرو."

دغه جګپوړي امریکایي چارواکي وویل که ایران په همدې سرعت خپل اټومي فعالیت ته دوام ورکړي، د ایران د اټومي توافق د ژوندي کیدو لپاره یوازې څو اوونۍ پاتې دي.

نوموړي خبرداری ورکړ که ایران په خپل اټومي پروګرام کې ډیر پرمختګ وکړي، نتیجه ګیري به داسې وي چې د یاد توافق د ژوندي کیدو لپاره ډیر وخت نشته او کړکیچ به زیات شي.

خو له دې سره سره د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزی انټوني بلینکن د سه شنبې په ورځ ډسمبر ۲۱ خبریالانو ته وویل چې امریکا په پام کې نلري د ایران اټومي مذکراتو ته ضرب الاجل وټاکي، خو هغه ټینګار وکړ چې د هوکړې د ترلاسه کیدو لپاره وخت لږ دی.

ښاغلي بلینکن همدارنګه وویل چې امریکا د ایران د اټومي پروګرام د احیا کیدو لپاره قوي منافع لري خو هغه خبرداری ورکړ که ایران په ښه نیت سره مذاکراتو ته داخل نشي،"موږ به په فعال ډول د نورو لارو چارو په لټه کې شو."

د ۲۰۱۵ کال د اټومي قرار داد له مخې پر ایران د لودیځ بندیزونه لغوه شول او تهران په عوض کې د هغو یورانیمو تولید محدود کړ چې ورڅخه د اټومي وسلو د تولید لپاره کار اخیستل کیږي.

خو د امریکا پخوانی جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ‌ په ۲۰۱۸ کال کې په یو اړخیز ډول له دې قرار داد څخه ووت او پر ایران یې سخت اقتصادي بندیزونه ولګول.

ایران هم په غچ اخیستونکو اقداماتو کې د یورانیمو تولید له سره پیل کړ، کیمیایي مواد چې ورڅخه د اټومي وسلو په تولید کې کار اخیستل کیږي.

خو واک ته د جوبایډن په رسیدو سره د دواړو هیوادونو چارواکو د اټومي قرار داد د احیا کیدو ته علاقه مندي ښکاره کړه خو د خبرو د څو پړاونو سره سره واشنګټن او تهران وروستی توافق ندی ترلاسه کړی او له امریکا سره د ایران غیر مستقیم مذاکرات د پنځو میاشتو راهیسې ځنډیدلي دي.

XS
SM
MD
LG