د امریکا پوځ وايي چې د پنجشنبې په ورځ یې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په امر د نایجیریا په شمال لویدیځ کې د نایجیریایي عیسویانو پر وړاندې د سني ډلې د بریدونو په ځواب کې، د داعش پر کمپونو څو څو هوايي بریدونه کړي او د داعش د ډلې "څو" تنه ترهګر یې وژلي دي.
ولسمشر ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د عملیاتو د اعلان په وخت، په خپل تروت شوشیل کې ولیکل: "نن شپه، د متحدو ایالتونو د اعلی قوماندان په توګه زما په لارښوونه، امریکا د نایجیریا په شمال لویدیځ کې د داعش ترهګرو پر وړاندې یو قوي او وژونکی برید پیل کړ، چې په وحشیانه ډول یې بې ګناه عیسویان وژل او په نښه کول، اکثره یې په هغه کچه چې په کلونو یا حتی پیړیو کې نه و لیدل شوي!"
ټرمپ زیاته کړه: "ما مخکې هم دغو ترهګرو ته خبرداری ورکړی و چې که دوی د عیسویانو وژنه و نه دروي نو دوی به درنه بیه پرې کړي، او نن شپه دوی یې درنه بیه ورکړه.
د جنګ وزارت ګڼ شمېر دقیق بریدونه ترسره کړل، چې یوازې متحده ایالتونه یې ترسره کولای شي."
د امریکا د افریقا قوماندانۍ (افریکوم) هم یوه اعلامیه خپره کړې او پکې ويلي چې دوی د نایجیریا په شمال لویدیځ کې د سوکوټو په ایالت کې بریدونه "د نایجیریا د چارواکو سره په همغږۍ" ترسره کړي دي.
افریکوم وویل، "د قوماندانۍ لومړنۍ ارزونه دا ده چې د داعش په کمپونو کې ګڼ شمېر ترهګر وژل شوي دي."
د جنګ وزیر پیټ هیګسیټ د ایکس په ټولنیزې رسنۍ کې په یوه پوسټ کې لیکلي چې داعش د کرسمس د ورځې بریدونو څخه "زده کړه" چې دغه وزارت "تل چمتو" وه چې اقدام وکړي.
هغه وویل "نور اقدامات په لاره کې دي" او د "د نایجیریا د حکومت د ملاتړ او همکارۍ" څخه یې هم مننه څرګنده کړه.
هېکسټ ولیکل: "ولسمشر تېره میاشت روښانه کړه چې په نایجیریا (او نورو ځایونو کې) د بې ګناه عیسویانو وژنه باید پای ته ورسیږي."
د نایجیریا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې د هیواد په شمال لویدیځ کې د ترهګرو پر اهدافو هوایي بریدونه د "نایجیریا او متحدو ایالتونو ترمنځ د امنیتي او استخباراتي همکارۍ" په نتیجه کې شویدي.
د بهرنیو چارو وزارت وویل: "نایجیریا بیا ټینګار کوي چې د ترهګرۍ ضد ټولې هڅې پرته له عقیدې یا توکم څخه د ملکي وګړو د ژوند د ساتنې، د ملي یووالي د ساتنې او د ټولو اتباعو د حقونو او وقار ساتنې ته لومړیتوب ورکوي."
د نایجیریا نفوس، چې په افریقا کې ترټولو لوی هیواد دی، په مساوي ډول د هغو عیسویانو او هغو مسلمانان ترمنځ ویشل شوی چې په عمده توګه په جنوب او شمال کې ژوند کوي.
د نایجیریا د بهرنیو چارو وزارت وویل: "ترهګریز تاوتریخوالی په هره بڼه کې، که هغه په عیسویانو، مسلمانانو یا نورو ټولنو باندې وي، د نایجیریا د ارزښتونو او نړیوالې سولې او امنیت لپاره سپکاوی دی."
فورم \ دبحث خونه