د لاس رسي وړ اتصالات

ماتېس شمالي کوریا ته د ستر نظامي ځواب خبرداری ورکړ


ددفاع وزیر جېم ماتېس او د لویو درستیزانو دکمېټې رئیس جنرال جوزیف ډنفورډ (ښي اړخ) ته، یکشنبه، د سپتمبر دریمه ٢٠١٧ م کال.
ددفاع وزیر جېم ماتېس او د لویو درستیزانو دکمېټې رئیس جنرال جوزیف ډنفورډ (ښي اړخ) ته، یکشنبه، د سپتمبر دریمه ٢٠١٧ م کال.

دمتحدو ایالاتو ددفاع وزیر جیمز ماتېس د یکشنبی په ورځ په سپینه ماڼی کې خبریالانو ته وویل موږ ډیرې نظامې لارې په مخکې لرو ، خو موږ د شمالي کورېا په نامه هېواد ویجاړول په بشپړه توگه نه غواړو.

د امریکا ولسمشر ډانالډ ټرمپ د دفاع له وزیر جیم ماتیس او خپلو نورو پو‎ځي مشرانو سره د شمالي کوریا د وروستۍ اټومي آزموینې په اړه غونډه کړې ده. ولسمشر ټرمپ شمالي کوریا یو سرکش او سرزوری هېواد بللی دی او په څرګندو الفاظو یې د پیونګ یانګ د هایدورجني بم آزمویل غندلي دي.

له بلې خوانه په پام کې ده چې ملګري ملتونه په یوې بیړنۍ غونډې کې د کوریا په ټاپوزمې کې حالات وارزوي.

دمتحدو ایالاتو ددفاع وزیر جیمز ماتېس د یکشنبی په ورځ په سپینه ماڼی کې خبریالانو ته وویل موږ ډیرې نظامې لارې په مخکې لرو او ولسمشر غوښتل چې دهغو ټولو په اړه معلومات ورکړو.

شمالي کوریا او هایدروجني بمب
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:44 0:00

د متحدو ایالاتو ددفاع وزیر جېمز ماتېس وویل: متحدو ایالتونو ته هرډول خطر، د گوام په شمول اویا زموږ متحدینو ته خطر به له ډیر ځواکمن نظامی ځواب سره مخامخ شي. داسی ځواب چې ډیر اغېزمن او زښت ډیر قوي به وي.

ښاغلي ماتېس وویل موږ داخبره واضح کړله چې د هرډول برید په وړاندې د خپلې دفاع، د خپلو متحدینو جنوبی کوریا او جاپان ددفاع قابلیت لرو.

ددفاع وزیر ښاغلي ماتېس وویل پکارده کېم جانگ اون د ملگرو ملتونو دامنیت شوری د متحد غږ په اړه فکر وکړي؛ ځکه ټول غړي په یو آواز په دې متفق دي چې پکارده کوریاگانې له اټومی وسلو نه پاکې شي. هغه زیاته کړله چې موږ د شمالي کورېا په نامه هېواد ویجاړول په بشپړه توگه نه غواړو.

په همدې ترڅ کې چې د شمالی کوریا د تازه اټومي ازموینې له امله نوی جنجال روان دی؛ د جنوبی کوریا د ملي دفاع وزارت وايی دوی اټکل کوي چې شمالی کوریا بله ازموینه هم کولی شي.

د جنوبی کوریا ددفاع وزارت نایب مرستیال جنگ کیونگ سو وویل: موږ ددې وړاند وینه کوو چې شمالی کوریا یو نړی وال بالېسټیک توغندی ازمویلی شي څو دا څرگنده کړي چې امریکا ته ېې د اټومي بمب دانتقالولو وسیله لاسته راوړې ده."

هغه وویل د متحدو ایالاتو په همکارۍ به ستراتیژیکې نظامی وسلې، د برید ډلگۍ او ستراتیژیکې بم غورزوونکې الوتکې ځای په ځای کړي.

خو کله چې د یکشنبی په ورځ له ولسمشر ډانلډ ټرمپ نه له یوې کلیسانه دراوتلو په وخت کې پوښتنه وشوه چې پرشمالی کوریا به برید وکړې که نه ؟ هغه وویل : وبه گورو!

له دینه داسې ښکاري چې ولسمشر دشمالي کوریا د تازه ازموینې په وړاندې د نظامي ځواب لپاره ژمن ندی. خو په خپل ټوېټر کې ېې ولیکل: د شمالی کوریا الفاظ اواعمال دامریکا لپاره ډیر خطر ناک دي."

تیره میاشت ولسمشر ټرمپ شمالی کوریا ته څرگند اخطار ورکړ. هغه وویل: پکارده شمالی کوریا امریکا ته نور گواښونه و نکړي؛ هغوی به له داسې اور او قهر سره مخامخ شي چې دنیا هېڅکله نه وي لیدلی."

دولسمشر ټرمپ د اگست د میاشتې له اخطار نه وروسته داسې رپوټونه خپاره شول چې شمالی کوریا ددې وړتیا پېدا کړېده چې اټومي کوپړۍ جوړې او مطلوب ځای ته انتقال کړي.

له بل پلوه، د یکشبنې له ازموینې نه داسې ښکاري چی شمالي کوریا به هایدرو جنی بم ته انکشاف ورکړی وي.

په پام کې ده چې دامریکا کانگرس په دې اونۍ کې خپلې وظیفی ته ور وگرځي. دهغوی په مخکې یوازې د شمالی کوریا مسله نده بلکه هغوی به حکومت ته هم بودجه برابروي وي څکومت بند نشي.

دکانگرس بل اقدام به داوي چېیوصحی پروگرام یاخوندي کړي او یاترینه لاس واخلي.دغه پروگرام د ملیونونو ماشومانو له خوانه کارول کېږی. دریمه خبره به د فیدرالي حکومت د مرستو منظورول وي چې د هاروي توپان او سېلاب ځپلوسره په ټکساس کې مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG