د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایي جنرال: تسلیم شوي داعشیان میلمانه نه، جنګي اسیران دي


د امریکا د پوځ یو جګپوړی چارواکی وایي د افغانستان په شمال کې حکومت د تسلیم شویو داعش وسله والو سره د میلمانانو په څیر نه بلکې د جنګي اسیرانو په څیر رویه کوي.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال جوسیف ووټل امریکایي مطبوعاتو ته ویلي دي چې د افغانستان حکومت ورته دا ډاډ ورکړی چې د جوزجان په ولایت کې د تسلیم شویو داعش وسله والو د جنګي اسیرانو په شان عمل کیږي.

جنرال ووټل دا هم ویلي دي چې دغه وسله وال د جوزجان د ولایت نه نورو حکومتي زندانونو ته انتقال شوي او تحقیاقت ترې کیږي. دغه امریکایي جنرال همدارنګه ویلي دي چې د افغانستان حکومت امریکایي ځواکونو ته اجازه ورکوي چې د تسلیم شویو داعش وسله والو سره وګوري او په تحقیقاتو کې همکاري وکړي.

د یادونې وړ ده چې په جوزجان ولایت کې د مولوي حبیب‌الرحمان او د هغه د مرستیال مفتي نعمت‌الله په مشرۍ د ۲۰۰ نه زیات د داعش غړي افغان امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي دي.

د افغانستان حکومت د دغو نیول شوو داعشیانو په اړه ویلي دي چې د داعش ډلې د تسلیم شویو جګړه ‌مارانو پر جنایتونو به سترګې پټې نه‌ شي او د جنګي اسیرانو په څیر به ورسره چلند وشي

XS
SM
MD
LG