د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان دې د ترهگرۍ په ختمولو کې همکاري وکړي- پنټاگان


د امریکا د دفاع د وزارت ویاندې ډانا ډبلیو وایټ د یکشنبې په ورځ ویلي دي چې پاکستان دې د ترهگرۍ ضد جگړې کې لا زیاته همکاري وکړي. هغې د یوې پوښتنې په ځواب کې چې پاکستان نور څه کولی شي وویل چې پاکستان پدې لړ کې نور هم ډیر کوښښ کولی شي.

اغلې وایټ زیاته کړه چې پاکستان په خپله هم ترهگرۍ ځبلې دی او امریکا غواړي چې د پاکستان سره یوځای کار وکړي.

د پنټاگان ویاندې د یو خبریال د پوښتنې په ځواب کې چې د افغانستان د ولسمشر اشرف غني طالبانو ته د مذاکراتو د وړاندیز په هکله څه فکر کوي، وویل چې امریکا د افغان ځواکونو سره مرسته کول غواړي چې هغوي په دغه ملک کې تشدد او جگړا ختمه کړي.

هغې وویل چې طالبان باید د تشدد نه لاس واخلي او د افغانستان اساسي قوانین ومني.

په پاکستان کې د سیاسي چارو کارپوه ظفر جسپال د امریکا غږ اردو څانگې ته وویل چې پاکستان د ترهگرۍ ضد جگړې کې ډیر مهم رول لري او امریکا دغه رول نه مني. خو هغه زیاته کړه "بی له شکه د ترهگرۍ ختمول د پاکستان او امریکا دواړو په گټه دي."

د یادونې وړ ده چې د پاکستان د بهرنو چارو د وزارت مرستیاله تهمینه جنجوعه نن د سې شنبې په ورځ امریکا ته سفر کوي، هغه به د خپل سفر په وخت د امریکا د لوړپوړو چارواکو سره ملاقاتونه وکړي.

تیره اونۍ د جنوبي اسیا لپاره د امریکا د ملي امنیت د شورا ریسې لیزا کرټس پاکستان ته سفر کړی و. هغې هم د خپل سفر په وخت پدې ټینگار کړی و چې په سیمې کې د سولې لپاره د پاکستان رول ډیر مهم دی.

امریکا په پاکستان په ورستیو کې فشار زیات کړیدی چې په دغه ملک کې د ترهگرو پناهځایونه ختم کړي.

افغان او امریکايي چارواکي پاکستان تورنوي چې د وسله والو طالبانو او نورو ترهګرو ننګه کوي، ساتي او پالي یي، خو پاکستان دا تورونه نه مني​

XS
SM
MD
LG