د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان وايي "طالبان یوه سیاسي ډله" ده


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ خبرې به د دوو سیاسي اړخونو ترمنځ خبرې وي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ خبرې به د دوو سیاسي اړخونو ترمنځ خبرې وي

اسلام آباد طالبانو ته د افغان حکومت له لوري د سولې د نويو مذاکراتو د وړاندیز هرکلی وکړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه محمد اصف وايي "طالبان یوه سیاسي ډله ده" او که افغان حکومت ورسره خبرې کوي نو اسلام اباد به یې ننګه وکړي.

خواجه اصف وایي چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ خبرې به د دوو سیاسي اړخونو ترمنځ خبرې وي. نوموړي د افغان حکومت له لوري طالبانو ته له شرط پرته د سولې د وړاندیز په اړه د پنجشنبې په ورځ (مارچ۱) په اسلام اباد کې دا خبرې کولې.

ښاغلي آصف دا خبره هم وکړه چې پاکستان په ګاونډیو هېوادونو کې سولې او ثبات ته لیواله دی، خو ټینګار یې وکړ چې د افغانستان روان کړکیچ "پوځي حل" نلري.

د چهارشنبې په ورځ ولسمشر محمد اشرف غني وویل چې طالبان باید د یوې سیاسي ډلې په توګه فعالیت پیل کړي. ولسمشر غني دغه راز وویل چې افغان حکومت له قید او شرط پرته له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره چمتو دی.

د پاکستان ملي ګټې

افغان حکومت طالبانو ته چې په افغانستان کې په خونړۍ جګړه بوخت دي او د ملګرو ملتونو سازمان د راپورنو په بنسټ په خپلو بریدونو کې زرګونه ولسي خلک وژني، د یاغیانو او ترهګرو په سترګه ګوري.

د پاکستان د باندنیو چارو وزیر که څه هم افغان طالبان یوه سیاسي ډله بللي خو پاکستاني چارواکي بیا پاکستاني طالبان ترهګر بولي.

خواجه محمد آصف دغه راز په سیمه کې د امریکا پر تګلارې هم نیوکه وکړه او ټېنګار یې وکړ چې د پاکستان ګټې به د امریکا د ګټو لپاره قرباني نکړي. نوموړي پر ولسمشر ټرمپ غږ وکړ چې په خپلې اعلان شوې تګلارې کې انډول وساتي.

افغان او امریکايي چارواکي پاکستان تورنوي چې د وسله والو طالبانو او نورو ترهګرو ننګه کوي، ساتي او پالي یي، خو پاکستان دا تورونه نه مني.

XS
SM
MD
LG