د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د اړیکو رغولو لپاره پلاوی واشنګټن ته استولی


د میرمن جنجوعه د سفر په اړه ډېر جزییات ندي ورکړل شوي
د میرمن جنجوعه د سفر په اړه ډېر جزییات ندي ورکړل شوي

پاکستاني مطبوعات وايي د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالې په مشرۍ یو پلاوی واشنګټن ته تللی چې د اړیکو پر بیا رغولو خبرې وکړې.

ټاکل شوې چې د سه شنبې په ورځ (مارچ۵) د پاکستان د باندنیو چارو وزارت مرستیاله تهمینه جنجوعه له امریکايي چارواکو سره د واشنګټن-اسلام اباد پر اړیکو پر بیا عادي کېدلو وغږیږي.

سپینه ماڼۍ پر پاکستان فشار راوړی چې د ترهګرو پر ضد مبارزه لا قوي کړي، په خپلې خاورې کې د ترهګرو پنا ځایونه وتړي، مشران دې یې یا ونیسي او یا دې وشړي.

د پاکستان د ډان ورځپاڼې دا خبر خپور کړی دی، خو د میرمن جنجوعه د سفر په اړه ډېر جزییات ندي ورکړل شوي.

په پاکستان کې د سیاسي چارو ځینې شننونکي واشنګټن ته د دغه پلاوي سفر مهم بولي او وايي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ستونزې باید په خبرو حل شي.

د پاکستان د پوځ مخکني پوځي متقاعد سید نظیر د امریکا غږ ډيوې څانګې ته وویل چې پاکستان د امریکا د باور ترلاسه کولو لپاره وار د مخه ځینې ګامونه اخیستي دي.

نوموړي وویل د پاکستان حکومت د ځینو مشکوکو اورپکو دفترونه تړلي، د ځینو یې "بانکي حسابونه هم بند کړي دي، له امریکا سره د معلوماتو په شریکولو کې هم مرسته کوي" او که یې ستاینه وشي شاید نور ګامونه هم واخلي.

افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د ولسمشر ټرمپ د تګلارې له اعلان وروسته د واشنګټن-اسلام اباد اړیکې خرابې شوي او داسې ښکاري چې پاکستان تر سخت فشار لاندې دی. امریکا او افغانستان، پاکستان د ترهګرو په پاللو او ساتلو تورنوي، خو اسلام اباد یې نه مني.

په همدې ترڅ کې پاکستان خپلې اړیکې له چین او روسیې سره غځولي او خبرداری یې ورکړی چې له امریکا سره په چلند کې به خپلو ملي ګټو ته لمړیتوب ورکوي.

XS
SM
MD
LG