د لاس رسي وړ اتصالات

د سرتېرو ایستل؛ سنا د افغان ښځو د حقونو په اړه خلیلزاد پوښتي 


سنا به نن سه شنبه ښاغلی خلیلزاد وروبولي
سنا به نن سه شنبه ښاغلی خلیلزاد وروبولي

د متحدو ایالتونو د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټه زلمی خلیلزاد وربولي چې د امریکايي‌ عسکرو له وتلو وروسته د افغان ښځو د حقونو د خوندیتوب په اړه د امریکا د نوي حکومت د پلانونو په هکله یې وپوښتي او ډاډ ترلاسه کړي.

د امریکا د متحده ایالاتو سنا به نن سه شنبه اپریل ۲۷ (غوايي۷) ښاغلی خلیلزاد وروبولي.

د سنا د دغې کمېټې ځینې غړي‌ اندېښنه لري‌ چې د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته به وسله وال طالبان واک ترلاسه کړي او د ښځو حقونه به خوندي‌ نه وي.

د دغې کمېټې یوې غړې جیني‌ شاهین وویل چې ښاغلي خلیلزاد د ښځو د مشارکت په اړه کافي هڅه نه ده کړې.

نوموړې وویل د سپتمبر په یولسمه له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته پلانونو کې د افغان ښځو د حقونو د خوندیتوب په اړه ډېر شکونه او بې باوري موجوده ده.

هغې رویټرز خبري اژانس ته وویل: « دوی لږ تر لږه دا یوه مسئله ګڼي چې یو ښه پيل دی. زه فکر کوم چې زموږ لپاره ډېر مهم دي څومره مو چې وس کېږي په دې اړه کار وکړو. په هر مجلس کې د ښځو د حقونو په مسئلې بحث کیږي.»

د سنا د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر باب مېنېندېز تېره اونۍ له یوې محرمې غونډې وروسته وویل چې د افغان ښځو او اقلیتونو د حقونو په اړه اندېښنې لري.

په همدې حال کې د جمهوریت غوښتونګو استازی لېندزي ګراهام په دې باور دی چې طالبان به بیا ښوونځي‌ وتړي او په ښځو باندې به قوي محدودیتونه ولګوي.

د مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ حکومت د ۲۰۲۰ د فبرورۍ په میاشت کې له طالبانو سره تړون وکړ چې د مۍ تر میاشتې به ټول امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه وځي، طالبان به خشونت کموي، له القاعدې سره به اړیکې شلوي او د افغان حکومت سره د سولې خبرې پیلوي چې جګړه ختمه شي.

د ښاغلي بایډن حکومت وایي چې د دغه تړون ارزونه کوي‌ او ځینو امریکایي‌ چارواکو ویلي دي چې طالبانو په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.

ښاغلي بایډن څو ورځې مخکې اعلان وکړ چې د مۍ له میاشتې وروسته به له افغانستان څخه د امریکایي‌ عسکر اېستل پیلوي او د سپتمبر په یولسمې به دا بهیر بشپړیږي.

هغه دا خبره هم وکړه چې د افغان امنیتي ځواکونو او د ښځو او نجونو د حقونو په ګډون به د ولسي پروګرامونو سره مرستې روانې ساتي.

XS
SM
MD
LG