د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ او کلینټن د مناظرې وروسته په کلیدي ایالتونو کې کمپاین کوي


ډونالد ټرمپ او هیلري کلینټن د پجشنبې په ورځ په هغو ایالتونو کې کمپاین کوي چې په کښي د روان کال په پیل کې په ګوندي انتخاباتو کې بریالي سوي وو.

ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د ایلینوی ایالت د شیکاګو په ښار کې کمپاین وکړ چیري چې هغه د پولنډي امریکايانو یوه سازمان ته وینا وکړه.

هغه ژمنه وکړه چې که د امریکا د ولسمشر په توګه انتخاب سو نو د پولنډ د خلګو ریښتنی ملګری به وي.

هغه خپل کمپاین د بریتانیې د بریګذیت یا د اروپايي اتحاد څخه د بریتانیې د وتلو د بهیر سره مقایسه کړ. د بریتانیې په ریفوریندم کې د بریتانیې خلګو رای ورکړه چې دغه هیواد د اروپايي اتحاد غړیتوب پریږدي.

ښاغلي تړمپ داسې وویل ،،اوس دوي ما ته د ښاغلي بریګذیت خطاب کوي ځکه تر یوه حده پوري زمونږ کمپاین د بریګذیت د کمپاین سره مشابهت لري. مونږ غواړو چې خپل استقلال او آزادي بیرته ترلاسه کړو. مونږ نه غواړو چې هغه کسان چې مونږ یې نه منو زمونږ هیواد ته راسي. مونږ نه غواړو چې داسې خلګ خپل هیواد ته پریږدو چې ډیر بد نیتونه لري.،،

میرمن کلینټن بیا د چارشنبې په ورځ د ویرمانت ایالت د سناتور او خپل د پخواني سیال برني سندرس سره یوځای د نیو همپشر په ایالت کې کمپاین وکړ. کلینټن یو شمیر محصلینو ته وویل چې د سږکال د انتخاباتو د نتایجو تاثیرات به تر څو لسیزو پوري حس سي.

هغې داسې وویل ،،راتلونکي څلویښت ورځې به د راتلونکو څلویښتو کلونو سرنوشت تعینوي. زه غواړم چې خپل کمپاین په هغه شان چې خپل عامه خدمت مي پیل کړی و، بشپړ کړم. په خپلو عامه خدماتو کې ما هڅه کړې چې د ماشومانو او کورنیوو د حقوقو دپاره مبارزه وکړم. دغه زما د ژوند هدف و او دغه به زما د جمهوري ریاست ماموریت هم وي.،،

ټرمپ هم د پنجشنبې په ورځ د نیو همپشر په ایالت کې یوه غونډه لري او کلیټن بیا د آیوا ایالت ته ځي چې ځان ته کمپاین وکړي.

آیوا او نیو همپشر هغه ایالتونو وو چې په مقدماتي ګوندي انتخاباتو کې یې د کاندیدانو د نوماندۍ په بهیر کې کلیدي رول ولوبوی.

په داسې حال کې چې دې دوو ایالتونو اته میاشتې مخکي په مقدماتي ګوندي انتخاباتو کې ډیر اهمیت درلودی په عمومي انتخاباتو کې به یې چې د نومبر پر ۸ کېږي دومره ډیر نفوذ ونلري او دلیل یې هم دا دی چې د امریکا د انتخاباتو سیستم چې د ایلکټورل کالیج په نامه یادیږي هغو ایالتونو ته ډیر په اصطلاح وزن ورکوي چې نفوس یې ډیر وي لکه د میشیګن ایالت چیري چې ټرمپ د جمعې په ورځ غونډه کوي او د فلوریډا ایالت چیري چې کلینټن په کښي د جمعې په ورځ خبري کوي.

د میشیګن ایالت په انتخاباتي سیتم یا ایکټورل کالیج کې ۱۶ رایې لري او فلوریډا ۲۹ رایې لري په داسې حال کې چې آیوا او نیو همپشر په دواړو ۱۰ رایې لري.

ټول ټال د ایکتولر کالیج غړي ۵۳۸ کسانو ته رسیږي چې د امریکا د سنا ۱۰۰ غړي او د ولسي جرکې د ۴۳۵ غړو مجموع تشکیلوي.

د ولسمشرۍ د ګټلو دپاره یو کاندید باید ۲۷۲ څوکۍ وګټي.

XS
SM
MD
LG