د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ لندن ته خپل سفر لغو کړ


د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ
د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ د بریتانیا پایتخت لندن ته خپل پلان شوی سفر لغو کړ.

ټاکل شوې وه چې ښاغلی ټرمپ د ٢٠١٨ کال د فبرورۍ په پای کې لندن ته سفر وکړي او هلته د امریکا نوی جوړ شوی سفارت افتتاح کړي. په لندن کې د امریکا د سفارت په نوې ودانۍ څه دپاسه یو میلیارد ډالر لگیدلي دي.

سربیره پردې ټاکل شوې وه چې ښاغلی ټرمپ به په لندن کې د بریتانیا د صدراعظمې تریسا می سره هم لیدنه کتنه وکړي.

ښاغلي ټرمپ د پنجشنبې په شپې ناوخته په خپل ټویټر پاڼه کې د یو پیغام په خپرولو سره ویلي دي چې هغه لندن ته خپل سفر په دې دلیل لغو کړی دی چې د امریکا د پخواني جمهور رئیس باراک اوباما د ادارې سره علاقه نلري.

ښاغلي ټرمپ لیکلي دي چې د پخواني جمهور رئیس باراک اوباما ادارې په لندن کې د امریکا پخوانی سفارت چې د هغه په وینا په ډیر ښه موقیعت کې آباد شوی و په په ډیره ارزانه بیه خرڅ کړ او پر ځای یې په "یوه ارامه ځای کې" د ١،٢ میلیارد ډالرو په ارزښت نوی سفارت جوړ کړ. جمهور رئیس ټرمپ په لندن کې د امریکا نوی سفارت د یوې "بدې معاملې" په نوم یاد کړی دی.

خو په لندن کې د امریکا د متحده ایالاتو د سفارت په ویبپاڼه کې راغلي دي چې د امریکا حکومت په ٢٠٠٨ کال کې د امریکا د نوي سفارت ځمکه واخیستله – یعنی دمخه تر دې چې باراک اوباما د ٢٠٠٩ کال په جنورۍ کې په سپینې ماڼۍ کې واکمن شي.

خو بریتانیایي رسنیو رپوټ ورکړی چې لندن ته د امریکا د جمهور رئیس د سفر د لغو کیدو یو دلیل د ښاغلي ټرمپ د سفر په اړه چوپتیا ده چې په دې حال کې ښایي ښاغلی ټرمپ ونشي کړای چې د بریتانیا له ملکې سره وویني.

XS
SM
MD
LG