د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د فدرال قاضي رایه بیاڅیړي


په واشنگټن ډي سي کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت
په واشنگټن ډي سي کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ وویل چې د یوې فدرالي محکمې د قاضي رایه بیا څیړي چې له مخې به یې د زرگونو امریکایانو د کورنیو غړي وکولای شي چې امریکا ته سفر یا مهاجرت وکړي .

د روان کال په جون کې د امریکا سترې محکمې وویل چې د امریکا د متحده ایالاتو د جمهور رئیس دونالد ټرمپ د مهاجرت د فرمان یوه برخه کیدای شي عملي شي چې امریکا ته د شپږو اکثریت مسلمان میشته هیوادونو د وگړو پر سفر یې محدودیت وضع کړی دی.

خو سترې محکمې ددغو شپږو هیوادونو اوسیدونکو لپاره یو لړ استثناوی هم منلي دي. دې محکمې همداشان ویلي چې د نورو هیوادونو اوسیدونکي چې په امریکا کې د یو حکمي شخصیت سره د کورني ارتباط که دقیق اسناد برابرولی شي کولای شي امریکا ته سفر وکړي.

د امریکا فدرالي حکومت د سترې محکمې حکم داسې وگاڼه چې په ځانگړتیاو کې یواځې والدین، خویندې او وروڼه راځي، خو نیکه، نیا، کاکا، ماما، ترور، او نور خپلوان په دې کې نه راځي.

خو، په هاوایي کې د هانولولو د محکمې قاضي دریک واتسون، د پنجشنبې په ورځ ادعا وکړه چې فدرالي حکومت د امریکا د سترې محکمې حکم په دقیقه توگه نه دی عملي کړی.

دې قاضي لیکلي دي چې عام درک ددې حکم کوي چې د کورنۍ په نژدې غړو کې نیکه او نیا هم شامل دي. خو فدرالي حکومت هغوی د کورنیو په غړو کې نه دي حساب کړي.

په همدې دلیل ښاغلي واتسون د امریکا د داخلي امنیت او د بهرنیو چارو وزارتونو ته هدایت کړی دی چې دا پریکړه د امریکایانو په نژدې خپلوانو لکه نیکه، نیا، لمسي، کاکا، ماما، خورین، وراره او نورو باندې عملي کړي.

ښاغلي ټرمپ د جمهوري ریاست څوکۍ ته له رسیدو یوه اونۍ وروسته لومړنی فرمان لاس لیک کړ چې له مخې یې شپږو اکثریت مسلمان میشته هیوادونو ایران، سومالیا، سوډان، سوریه، لیبیا او یمن وگړو ته د امریکا ویزه د ٩٠ ورځو لپاره بنده شوه او امریکا ته ددغو هیوداونو د اوسیدونکو مهاجرت د ١٢٠ ورځو لپاره وځنډول شو.

خو د جمهور رئیس ټرمپ اجرائیه فرمان دوه ځلې د فدرالي محاکمو د قاضیانو له خوا رد شو او بالاخره د جون په میاشت کې د امریکا سترې محکمې ددې فرمان یوه برخه عملي کړه.

XS
SM
MD
LG