د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا طالبانو سره د سولې لپاره مرستې ته چمتو ده


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن وایي په سیمه کې د ثبات لپاره د افغانستان، پاکستان او هند سره همکاري کوي.

ښاغلي ټیلرسن ویلي دي چې د جنوبي آسیا لپاره د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په نوې تګلارې کې د افغان ولس او دولت سره د متحده ایالاتو ملاتړ په ښکاره ټکو بیان شوی.

د بهرنیو چارو زیر وایي مریکا به طالبان کامیابه کیدو ته پرې نږدي خو زیاته یې کړه چې د خبرو اترو او سیاسي تفاهم لار به پرانیستې وي.

ریکس ټیلرسن ویلي دي چې " د افغانستان د حکومت او طالبانو تر منځ د قید او شرط نه پرته د سولې د خبرو ملاتړ کوو."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پداسې وخت کې د سولې د خبرو سره د امریکا د ملاتړ خبره کوي چې د طالبانو او افغانستان د حکومت تر منځ د سولې خبرې یو کال کیږي چې په ټپه ولاړې دي. طالبانو د حکومت سره د سولې خبرې رد کړي او پدې ټینګار کوې چې مخامخ د امریکا سره د سولې خبرې وکړي. خو امریکایي چارواکي بیا وایي چې افغانان باید چې پخپله سیاسي تفاهم ته ورسیږي.

واشنګټن د طالبانو سره د سولې په خبرو کې د ګاونډیو هیوادونو ملاتړ او مرسته مهمه ګڼلې خو د افغانستان حکومت تل سر ټکولی چې پاکستان ورسره پدې برخې کې د زړه د اخلاصه همکاري نکوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن هم د تروریزم سره په مبارزې کې د پاکستان هلې ځلې مني خو وایي چې دا هیواد باید د هغو تروریستي ډلو پر شد جدي مبارزه وکړي چې هلته د پټیدو مرکزونه لري.

د جنوبي آسیا لپاره د متحده ایالاتو د حکومت په نوې تګلارې کې چې جهور رئیس ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په شپه اعلان کړله، په سیمه کې د ثبات د ټینګښت لپاره د افغانستان، پاکستان او هند تر منځ پکې د ګډ دیپلوماتیک کار غوښتنه شویده.

په نوې تګلارې کې د نړیوالې ټولنې او په ځانګړې ډول د افغانستان د ګاونډیو نه غوښتل شوي چې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو او د سولې په پروسې کې د متحده ایالاتو سره اوږه ورکړي.

XS
SM
MD
LG