متحده ایالتونه وايي چې په سوریې کې به د داعش خلاف د خپلو فعالیتونو د تغیر په لړ کې به خپل حضور د اتو پوځي اډو څخه یوې اډې ته راکم کړي.
د سوریې لپاره د متحده ایالتونو خاص استازي ټام بارک د ترکیې ان ټي وي تلویزیون ته وویل چې دغه اقدام د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د «وخت په تیریدو سره د بیا تمرکز» د پلان د عملي کولو برخه ده.
بارک د یوه پوښتنې په ځواب کې، چې د سوریې په اړه د امریکا د اوسنیو پالیسیو او پخوانیو پالیسیو تر منځ څه توپیر دی، وویل: «څه چې زه یې تاسو ته اطمینان درکولای شم هغه دا دی چې د سوریې د اوسنیو پالیسیو او د سوریې د تیرو ۱۰۰کلنو د پالیسیو هیڅ د توپیر وړ نه دي دا ځکه چې [پخوانیو پالیسیو] نتیجه نه درلوده.»
د سوریې لپاره د امریکا خاص استازي دغه څرګندونې وروسته له دې کوي چې د امریکا د دفاع وزارت د اپریل په میاشتې کې اعلان وکړ چې په سوریې کې به د خپل سرتیرو شمیر تر ۱۰۰۰ راکم کړي.
د امریکا د دفاع وزارت ویلي دي چې دا کار د دې لپاره کوي چې په بریالیتوب سره په سیمې کې د اسلامي دولت د ډلې د استخدامولو او فعالیتونو توان راکم شوی دی.
دغه تغیرات داسې وخت راځي چې په سوریې کې نوي حکومت رامنځ ته شوی دی چې مشري یې د سوریې د پخواني دولت د مخالفینو مشر احمد الشرع کوي چې د دسمبر په میاشت کې یې د سوریې پخوانی ولسمشر بشارالاسد د واک نه لیري کړ.
تیره میاشت، ټرمپ د الشرع سره په سعوديعربستان کې وکتل. هغه اعلان وکړ چې په سوریې باندې به لګول شوي بندیزونه، چې د سوریې د پخواني مشر بشارالاسد په وخت کې لګول شوي و، لیري کړي.
تیره اونۍ، د امریکا متحده ایالتونو د سوریې په پلازمینه کې د خپل سفیر هستوګنځای بیرته پرانیزي.
فورم \ دبحث خونه